کور / تازه خبرونه / د روغتيا د نړۍ وال سازمانه د قابلو د روزلو غوښتنه وسوه

د روغتيا د نړۍ وال سازمانه د قابلو د روزلو غوښتنه وسوه

کندهار افغانستان – کندهار والي د روغتيا له نړيواله سازمان څخه غوښتنه وکړه، چي په دغه ولايت کي د قابله ګانو او ښځينه صحي کارمندانو په روزنه سره د مور او ماشوم د مړيني په راکمولو کي مرسته وکړي.
پوهاند ډاکټر توريالي ويسا نن ماپښين د افغانستان لپاره د روغتيا د نړيوال سازمان له مشر پيپرکون ايريک سره په ليدنه کي وويل، چي د مور او ماشوم د ښه صحت ساتني لپاره مهمه ده، چي ښځينه روغتيا پالاني وروزل سي او د ليري پرتو کليو اوسېدونکو ته هم روغتيايي خدمات محيا سي.
نوموړي زياته کړه، چي د پوليو د مرض په محوه کي يې ادارې خورا زيات کار کړى، ولي په خبره يې، چي بايد نور اساسي کار هم وسي او دې برخي ته توجه زياته سي.
هغه يادونه وکړه، چي د کوچنيانو د نموع له لومړۍ ورځي بايد د هغوى روغتيا ساتني ته توجه وسي او د عامه پوهاوي داسي پروګرامونه پلي سي، چي پر اساس يې له حامله دارو مېندو سره د ټولني چلند ښه او همکاري زياته سي.
د افغانستان لپاره د روغتيا د نړيوال سازمان مشر پيپرکون ايريک له کندهاري والي سره په ننۍ ليدنه کي د محلي ادارې هغه هڅي او کوښښونه وستايل، چي په نتيجه کي يې د پوليو پيښي د صفر کچي ته راټيټي سوې.
هغه وويل، چي په کندهار کي د پوليو سره مبارزه د هيواد په کچه يو مثال دئ، خو په خبره يې، چي لا نور کار ته هم اړتيا ليدل کيږي او ضروري ده، چي د کمپاينونو ترڅنګ په ورځنۍ توګه د کوچنيانو پر واکسين کولو هم تمرکز زيات سي.
نوموړي زياته کړه، چي د کندهار د ادارې لخوا ورکول سوي ياداښتونه به د اجراآتو په موخه هم خپله استفاده کوي او هم به د نورو اړوندو مرستندويه مؤسساتو او دفاترو سره پرې ګډ کا رکوي.