دتيرو لسو کلونو لاسته راوړنو څخه، يوه لويه لاسته راوړنه په دې هېواد کې د ولس لخوا تر سره کيدونکي ټاکنې دي، چې په دې هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا لپاره تر سره شوې او تر سره کيږي.
د هرې دورې په ټاکنو باندې زيات لګښتونه لګيدلې، خو ولس په دې برخه کې يو څه بې پامه دي دوى بايد په هېواد کې هر پرمختګ او ستونزې ته له هر اړخه ځغلنده کتنه وکړي،په ګټه او توان کې يې بايد ځانونه شريک وبولي،په راروانو ټاکنو شايد د تيرو دورو په پرتله زيات لګښتونه وشي، ځکه له يوې خوا په هېواد کې ځينې کړۍ غواړي، چې اوبه خړې او ماهيان په کې ونيسي ، په دې مانا چې په هېواد کې به امنيت وګواښي او خپل هدف به تر لاسه کړي، له بلې خوا د نړيوالې ټولنې هغه موده هم رانيږدې شوې ده، چې دوى به په دې هېواد کې يا خپل ماموريت ته تغير ورکړي او يا به له دې هېواد څخه خپل فوځونه اوباسي، نو ضرور به په دې سره دلته امنيت يو څه کمزوري ليدل کيږي.
نو ولس ته په کار ده چې د راتلونکو ټاکنو لپاره په لومړيو کې درا يې اچونې کارتونه واخلې او وروسته دې بيا په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډونه وکړي ،ځکه په ټاکنو باندې زيات لګښتونه راځي، که چيرې ولس خپله رايه ونه کاروي او اهل کس ته رايه ورنه کړي نو په ټاکنو باندې لګښتونه به بې ځايه ځاى ونيسي او هېڅ به مو په لاس نه وي ترې راوړلې .
خو دولت ته په کار ده، چې ولس ته دا ډاډ ورکړي، چې هغه خواريدونکي اوازې بې بسټه دي، چې هغه څوګ به ولسمشر شي، چې نړيوالې ټولنې ته محبوب وي ،ځکه ولس دې خبرو ناهيلې کړى دي ، نو بايد دولت په دې برخه کې ولس باوري کړي او خوشې ناوړه تبليغات بايد ولس ناهيلى نه کړي ، ځکه دا د هغو کسانو او ډلو کار دى، چې نه غواړي دا هېواد دپرمختګونو پر کور بدل شي .
دا به هېڅکله شونې نه شي، چې هغه څوګ به واک ته لاره پيدا کړي، کوم کس چې نړيوالې ټولنې ته محبوب وي،په ټاکنو کې به هغه کس بريالى اعلانيږي کوم چې دولس خوا رايې اخيستي وي .
په دې برخه کې بيا هم په کار ده، چې ولس همداسې په خوب ويده پاتې نه شي او په خواريدونکو اوازو هم بايد باور ونه کړي او هغه کس ته رايه ورکړي، چې تيرې کړنې يې مثبتې ارزيابي شوې وي او په ولس کې يو ډول اعتماد لري ،تر څو نو ر په دې هېواد کې دا شته نظام نور هم په خپله غيږه کې پرمختګونه راوړي اوشته ستونزې له منځه يوړل شي، خو که چيرې ولس په دې ټاکنو کې همداسې په خوريدونکو خبرو پسې ولاړ شي ، نو کيداى شي داسې څوګ واک ته ورسيږي، چې يو ځل به بيا په دې هېواد کې ورانيو ته لاره برابره کړي ، هغه څه به وکړي، چې يوازې دڅو افغانانو ګټې په کې خوندي شي.