په کندهار کي د افغانستان د تيرو څلويښتو کلونو له تاريخي پيښو څخه د زده کړي درې ورځنى سيمينار جوړيږي
په کندهار ولایت کي د افغانستان د تيرو څلویښتو کلونو له تاریخي پیښو څخه زده کړه او د هیواد تاریخ او ملي مسایلو په اړه د راتلونکو نسلونو مخ ته د حقیقت د ځلاندي ډېوې ایښودلو په موخه درې ورځنى علمي او څېړنیز سیمینار جوړیږي.
په کندهار کي دغه ستر علمي او څېړنیز سیمینار د ولایت مقام او د کندهار پوهنتون د پاچا خان د علمي او څېړنیز مرکز په همکاري او هلو ځلو جوړیږي.
په همدې موخه د کندهار پوهنتون رئیس حضرت میر توتاخیل او د همدې پوهنتون استاد او د پاچا خان علمي او څېړنیز مرکز مسئول انجينير شېرشاه رشاد خبریالانو ته په یوه خبري کنفرانس کي وویل ، چي د هیواد د ورستیو څلویښتو کلونو (۱۳۹۲-۱۳۵۲ ) پر سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او اقتصادي موضوعاتو باندي هر اړخیزي تحلیلي څېړني په درې ورځني علمي غونډه کي څېړي.
دوی زیاته کړه چي د هیواد دننه او د هیواد څخه دباندي عالمان، درانه پوهان، لیکوالان، د هیواد د مرکز او نورو ولایتونو د پوهنتونو رئیسان او استادان او څېړونکي د یو ملي رسالت او مسئولیت په توګه د تیرو څلویښتو کلونو ګټوري تجربې، اغېزمني وسیلې، په سیاست او ژوندانه کي زغم او تعقل، زورزیاتی او احساسات، د هغو ګټي او زیانونه، نیمګړتیاوي او تېروتني داسي تحلیل او تجزیه کړي چي د خپل تاریخ او ملي مسایلو په اړه د حقیقت ځلانده ډېوه د راتلونکو نسلونو مخ ته کښېږدي او داسي نوي مېتودونه وړاندي کړي، چي د اغېزمني واکمنۍ بنسټونه پیاوړي کړي تر څو مو د ملي عزت، برم او عظمت پله نوره درنه سي.
دغه راز ښاغلي رشاد زیاته کړه، چي هره ټولنه چي غړي یې خپل تېر تاریخ ته په ډیر دقت ګوري او له هغو څخه په ژور فکر زده کړه کوي او د خپل راتلونکي لپاره یې له هري مثبتي تجربې څخه پوره او بشپړه ګټه اخلي او له بدي، کرغېړني او منفي تجربې څخه عبرت او پند اخلي دا د هیواد او ولس د ژوند په ګردو چارو کي تر چا نه پاتيږي او هیڅکله نه خواریږي.
نوموړي همدارنګه دا ډول سیمینارونه د ټول هیواد ګډ افتخار وباله او له ټولو افغانانو او ځوانو قدرونو څخه یې وغوښتل چي په ګډه د دغه لوی سیمینار د معنوي او مادي ښکلا او ځلا لپاره لاسونه سره ورکړي او هر یو په خپله برخه کي درنه ونډه پکښي واخلي، څو د هیواد د پخوانی پلازمېني او اوسني ستر فرهنګي او سیاسي مرکز کندهار د برم او عظمت د بیا را ژوندي کېدو په برخه کي مو یو ګټور ګام پورته کړئ وي.