د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ ئې يو ملګرى د وسله والو په يوه بريد کي وژل سوى.
دغه خبرپاڼه نن ورځ د افغانستان پر وخت د شپې پر 02:30 دقيقې لراوبر ته را استول سوې.
خبرپاڼه ليکي چي ياد کس د وسله والو په يوه بريد کي د افغانستان په ختيځ کي وژل سوى.
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي عسکر د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى.
وسله والو طالبانو او اسلامي حزب هم د افغانستان په ختيځ کي پر باندنيو عسکرو د بريدونو او هغوى ته د مالي او ځاني زيان د اوښتو خبر ورکړى.