ویسا:
ویسا ورځپانې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې راخیستې چې؛ تېره ورځ یې په اسلام اباد کې ویلي؛ پاکستان د حکیم الله محسود وژنه په کلکه غندي.
ورځپاڼې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر چودري نثار څخه په نکل لیکلي؛ دا د سولې پر بهیر برید دی او موږ به په دې اړه د امنیت شورا ته شکایت وکړو.
همدې ورځپاڼې “د حکیم الله محسود وژل کېدل د استخباراتي جګړې څېره روښانوي” تر عنوان لاندې سرمقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یې راغلي، د طالبانو، القاعده او نورو په نامه وسله وال مخالفین هم باید پردې پوهېدلي وي چې؛ د دوی جګړه که د استخباراتي چینلونو د ګټو له حدودو اوړي.
د لیکوال په اند د دوی هر کرکټر له اسامه نیولې تربیت الله او حکیم الله او نورو پورې هر وخت نښه کېدای شي او له منځه تلای شي.
د سرمقاله لیکونکی سپارښتنه کوي، دوی باید دا درک کړي چې، روانه جګړه یې په دغه بڼه د چا په ګټه او د چا په زیان ده؟
سرنوشت:
سرنوشت په خپل لومړي مخکې د شنونکو له خولې لیکلي؛ طالبان به په افغانستان او پاکستان کې د حکیم الله محسود د وژنې غچ واخلي.
ورځپاڼه وړاندې د دوی له خولې لیکي؛ طالبان به اوس پوه شوي وي چې؛ له “ای. اېس. ای” سره معامله څه ډول پایلې لري.
د مطلب لیکوال سپارښتنه کوي، د وسله والو لپاره دا غوره وخت دی چې؛ له وژل کېدو مخکې له سولې سره یوځای شي.
سرنوشت په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې؛ د حکیم الله محسود وژنه څه پیغام لري؟
د لیکوال د معلوماتو له مخې د حکیم الله محسود له وژل کېدو ښکاري چې؛ په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د سولې او جګړې تصمیم له بل چا سره دی او ترهغو چې د جګړې اصلي لوری په دې باوري نه شي چې؛ د جګړې پرځای یې سوله په ګټه ده، جګړه به همداسې دوام کوي.
ملي باور:
ملي باور ورځپاڼې لیکلي، د “کرنل امام” قاتل ووژل شو او د حکیم الله محسود ځای ناستی خان سید، به د محسود په لاره ولاړ شي.
ملي باور وړاندې لیکلي ولي الله شاهین، محسود وژنې هغه خبرې رسوا کوې چې وایي، په سیمه کې له طالبانو سره د سولې په نوم یوه ډراماتیکه جګړه روانه ده.
د مطلب د لیکوال د معلوماتو له مخې پاکستان هغه جنګیالي په امریکا له مخې لیرې کوي چې؛ د خپلو ګټو لپاره یې ګواښ ګڼي، هغه که د هرې سیمې وي.
ملي ارمان:
په پای کې ملي آرمان ورځپانې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې؛ ولې امریکايي بې پیلوټه الوتکې افغان طالبان نه ویني؟