په روزګان کي د جګړي پر مهال نهو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
تېره شپه د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ په بازګير نومي سيمه کي د پوليسو او وسله والو تر منځ شاوخوا څلور ساعته نښته سوي ده.
دا نښته وروسته له هغي پيل سول کله چې پوليسو د په نوموړي سيمه کې په امنيتي ګزمه بوخت وه او د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ سول.
د روزګان د امنيي قومندانۍ وياند فريد عايل وايې چې د را منځته سوي نښتي په ترڅ کي څلور وسله وال او يو پوليس وژل سوي او درې وسله وال او يو پوليس ټپيان سوي دي.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.