کور / سياسي / مسود د پاکستان مخالف وو

مسود د پاکستان مخالف وو

بیت الله مسود چي نوم سره یې اوس ډیر خلګ بلد دي،زما په شخصي آند د امریکا او پاکستان د استخباراتي کړیو او سړیو د لوري،د لوبي قرباني سو.
د مسود احساس،هغه مړ کئ !!!
او هغه په دې تور چي نور پاکستان ته د هغوی د هیلو او او غوښتنو سره سم کار نه سي کولای ومړ.
مسود په یوه مستند فلم کي چي د ناروې یو ټلویزیون جوړکړی و،د یوې مرکې په جریان کي داسي ویلي و؛
په افغانستان کي جګړه د پښتنو د وژلو او د افغانستان د ورانولو په خاطر روانه ده،او ټوله جګړې آی ایس آی د پښتنو د ورانولو او تباه کولو په هیله مخ ته وړي.
په یوه بل راپور کي راغلي وه چي څو موده مخکي هم غالبآ د مسود ورور په افغانستان کي افغان امنیتي ځواکونو ونیوی،او بیرته د امریکایي خاصو ځواکونو د لوري د افغانستان د امنیت ملي د ادارې څخه په زور یا رضا امریکایي خاصو ځواکونو ته تسلیم سو.
هر څوک چي د سولي او د لراوبر پښتنو د ملي پخلایني خوب ویني،سرنویشت به د ملا برادر او مسود په څېر وي ،چي دا کار د پاکستان د استخباراتو زیرکتیا او چالاکی ښیي.
افغان حکومت ته په کار ده چي هر هغه پروسه او خبري چي د سولي او قرارۍ په هیله په لویه پښتونخوا کي تر سره کیږي،په احیتاط او پوره پاملرنه ترسره کړي.
درنښت،
داؤد شاه زمری کندهار