کور / تازه خبرونه / د بې بيلوټه الوتکوبريد له امله حکيم الله مسعود وژل شوى

د بې بيلوټه الوتکوبريد له امله حکيم الله مسعود وژل شوى

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې لوړپوړو طالب چارواکو ويلي چې د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود وژل شوى دى.د را رسېدلو رپوټونو پر بنسټ، نوموړى په شمالي وزيرستان کې د يوې بې پيلوټې الوتکې په بريد کې ووژل شو.په بريد کې د مسعود د ورور په گډون پنځه تنه وژل شوي دي رپوټونه وايي ښاغلى مسعود په هغه بريد کې وژل شوى چې په ترڅ کې يې يو گاډى او کور په نښه شول.استخباراتي سرچينو وړاندې ويلي و د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته نژدې په ډنډې درپخېل سيمه کې پر يوۀ گاډي چې د پاکستان د طالبانو مشر حکيم الله مسعود لخوا کاريږي، د يوې بې پيلوټې الوتکې په بريد کې پنځه تنه وژل شوي. پر دغه گاډي څلور توغندي توغول شوي د ي برید وشو. د امريکا د پلټنو فدرالې ادارې پنځه ميليون ډالر جايزه اېښې وه.د بې پيلوټې الوتکې دغه بريد په داسې يوۀ ورځ ترسره کېږي چې د پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره شمالي وزيرستان ته د يوۀ پلاوي د لېږلو اعلان وکړ.دغه برید په داسي حال کښې شوی چې د حکیم الله مسعود په کور کې د ځايي طالبانو د شورا غونډه روانه وه ،چې پکې د طارق محسود او عبدالله په نامه دوه نور طالب قوماندانان هم وژل شوي دي . د پاکستان استخباراتې سرچینو هم د حکیم الله مسعود وژله تائید کړي او د طالبانو ځینو سرچنیو هم ویلي دي، دطالبانو ډلې دمشر حکیم الله محسود له وژل کیدا وروسته خان سعید چې تخلص یې سجنا دی ددغه ډلې نوی مشر وټاکل شو .د نوموړی مړی د آمنیتي ستونزو له ویري په شمالي وزیرستان په یوه نامعلوم ځاي کښې خاورو ته وسپارل شو .د حکيم الله مسعود له وژل کیدو وروسته په درست پاکستان کښې تیارسي حالت اعلان شوی او مسؤلانو ویلي دي چې ممکنه ده طالبان د دغه برید غچ واخلي . د دغه راپور له مخې حکيم الله محسود په پوځي فعالیتونوکښې ډیر افراطي ؤ او په ۲۰۰۹ م کال کښې د بیت الله مسعود له وژل کیدو وروسته ،د ځايي طالبانو مشر وټاکل شو.نوموړی، چې په ۱۹۷۸ میلادي کال کښې د جنوبي وزیرستان په کوټکې کې زېږېدلی و، او حکیم الله مسود او بیت الله مسود د ښوونځي په دوره کې له یو بل سره پېژندل. دوی د هنګو په شاهو سیمه کښې یوه ښوونځي (ممکن مدرسه) کې درس وایه. حکیم الله په هماغه وخت ځان ته ذوالفقار لقب غوره کړی و او په ۲۰۰۴ م کال کښې د طالبانو د ویندويي په توګه وټاکل شو .د هغه اصلي نوم جمشید یا ذوالفقار ؤ. کله چې نوموړی د پاکستان د تحریک طالبان مشر شو،نو څو ځله پرې بریدونه هم وشول او حتی د وژل کیدو آوازې هم خپرې شوي،چې وروسته رد کړاي شوي .د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علی خان هم د حکیم الله مسعود د وژني په غبرګون کې وویل، د آمریکا د بې پیلوټه الوتکو دغه برید د سولې د خبرو اترو د سبوتاژ کولو لپاره هڅه ده او ټاکل شوي وه خبرې اترې پیل شي.د طالبانو دغه مشر، حکيم الله مسعود چې عمر یې تر ۳۰ کلونو پورته ګڼل شوی،‌ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال د طالبانو پرضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال راپورته شو.هغه مهال نوموړی د اورپکو په ډله کې هم یو مطرح جنګي قومندان و،‌ چې په وروستیو کلونو کې یې د پاکستاني حکومت پرضد جګړه کې زرګونه کسان وژلي دي.حکیم الله مسعود د پاکستاني طالبانو د مخکني مشر بیت الله مسعود تر وژل کېدا وروسته د دغې ډلې مشر وټاکل شو.حکیم الله مسعود د روان ۲۰۱۳ کال مې کې د ولي الرحمن تر وژل کېدا وروسته،‌ د پاکستاني طالبانو دویم جګپوړی مشر دی،‌ چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل کېږي.ولي الرحمن هم په تېره مې کې د امریکا څارګرو الوتکو وواژه.حکیم الله مسعود تر ډېره د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې فعالیت کاوه،‌ چې تر ۳۰ د ډېرو جنګي ډلو مشري یې کوله.امریکا د حکیم الله مسعود پر وژنې پنځه میلیونه ډالره انعام اعلان کړی و.حکیم الله مسعود له رسنیو ځان پټ نه ساته،‌ بلکې له افغان پولې سره نژدې یې په تېر اکتوبر کې له بي بي سي سره یوه مرکه هم کړې وه.نوموړي پخپله مرکه کې ویلي وو، چې له اسمانه د امریکايي بریدونو هېڅ پروا نه لري:”حکیم الله په ذوالفقار هم شهرت درلود،‌ چې بیا وروسته یې د ‘سپېڅلې جګړې’ ډګر ته مخه کړې ده،‌ خو لومړی یې په جنګي ډګر کې د ساتونکي یا باډي ګارډ دنده ترسره کړې ده. حکيم الله مسعود هڅه کوله،‌ چې ټولې جنګي ډلې په یوه ګروپ کې سره یوموټی کړي.”مه وېرېږئ،‌ موږ ټول به یوه ورځ مرو”.حکیم الله مسعود د طالبانو په منځ کې یو پیاوړی،‌سخت دریځی او د درناوي وړ مشر و،‌ چې د ځینو رپوټونو له مخې به یې هره ورځ له قبایلي غړو سره ناستې لرلې.نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د هنګو ولسوالۍ په یوه مدرسه کې کړې وې.په دې مدرسه کې بیت الله مسعود هم طالب و،‌ خو هغه بیا ترې ایستل شوی و.حکیم الله په ذوالفقار هم شهرت درلود،‌ چې بیا وروسته یې د ‘سپېڅلې جګړې’ ډګر ته مخه کړې ده،‌ خو لومړی یې په جنګي ډګر کې د ساتونکي یا باډي ګارډ دنده ترسره کړې ده.حکيم الله مسعود هڅه کوله،‌ چې ټولې جنګي ډلې په یوه ګروپ کې سره یوموټی کړي.نوموړی د خیبر قبایلي سیمه او پېښور کې د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو او لاریو د بریدونو اصلي طراح و،‌ چې بیا وروسته خیبر پښتونخوا،‌ کورمه او اورکزیو کې د طالبانو مشر وټاکل شو.حکیم الله په ۲۰۰۷ کال ۳۰۰ پاکستاني پوځيان ونیول،‌ چې هغه مهال د نوموړي عمر ایله ۲۸ کاله و.د ۲۰۱۰ په جنورۍ کې نوموړی په یوه وېډیو کې له اردني جنګیالي سره تر څرګندېدا وروسته ډېر مشهور شو.دغه اردني جنګیالي ګواښ کړی و، چې د بیت الله مسعود د وژلو غچ اخیستو لپاره به افغانستان کې د سي ای اې د مشرانو په منځ کې ځان چووي.همدا وو چې نوموړي خوست کې د امریکا سي ای اې جګپوړو مامورینو په منځ کې ځان وچووه،‌ او اووه جګپوړي سي ای اې مامورین یې ووژل په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې له حکیم الله مسعود سره د مرکې پرمهال د بي ب‍ي سي خبریالانو نوموړی یو موسکی،‌ خوشحاله او ځوان شخص تعریف کړی و.حکيم الله مسعود د طالبانو منځ کې پر سختو وژنو هم مشهور ونوموړی د طالبانو منځ کې پر سختو وژنو هم مشهور و،‌ ان دا چې ویل کېدل،‌چې د موټر چلولو پرمهال یې په یوه لاس کې کلاشینکوف هم نیولی شوای او جګړه به یې کوله.د طالبانو یوه موټروان بي بي سي ته په ۲۰۰۷ کې ویلي وو چې ”حکیم الله مسعود تر نېک محمد وروسته غوره مشر دی”.نېک محمد پاکستان کې د پاکستاني طالبانو د حرکت بنسټګر و.نوموړی هم په ۲۰۰۴ کال د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو،‌ خو تر وژل کېدا مخکې یې په لاس جوړ شوی حرکت ډېر پیاوی نه و.د بي بي سي خبریال شعیب حسن ته حکیم الله مسعود په مرکه کې ویلي وو چې:لا زلمی وم چې یوځل کراچۍ ته ولاړم،‌ خو پنجاب ته ډېر لږ تللی يم،‌ اسلام اباد ته هم څو ځلې تللی یم،‌ خو په وروستیو کلونو کې نه”.حکیم الله مسعود په وروستیو کې د بي بي سي اردو برخې ته د تیلېفون پرکرښه ویلي وو،‌ چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او تعقیب له وېرې نور له رسنیو سره خبرې نه کوي.حکیم الله مسعود د نېک محمد او بیت الله مسعود په څېر تل ټینګار کړی،‌ د شریعت تر نافذېدا پورې به خپلې جګړې ته دوام ورکوي، خو دا یې هم ویلي، چې نه یوازې له افغانستان سره په پوله د شریعت نافذېدل غواړي،‌ بلکې هدف یې ټول پاکستان دی.