محور: هره اونۍ په افغانستان کې ۸۰ پولیس وژل کیږي
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په روان کال کې د پولیسو او ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
سرنوشت ورځپاڼې لیکلي په روان کال کې ۵۶۷۰ تنه افغانان وژل شوي دي او وسله والو طالبانو په دغه موده کې د پنځوسو انتحاري حملو په ګډون څه باندې شپږ زره حملې کړې دي.
همدې ورځپاڼې د جګړې افغاني کېدل او یوازې افغان وژنه ترسرلیک لاندې د سرمقالې په یوه برخه کې لیکلي د بهرنیو ځواکونو تلفات کم شوي دي او هره ورځ د پولیس، ملي اردو، طالب او نورو په نامه افغانان وژل کیږي.
د لیکوال په اند داسې ښکاري چې؛ د افغان په لاس د افغان وژنې چاره نوره هم چټکه کیږي او هغوي چې د جګړې اصلي محرکین دي، ورځ تربلې خپل مالي او ځاني خوندیتوب زیاتوي.
د سرمقالې په پای کې راغلي وژل چې له هر لوري وي، یو ناوړه کار دی او د افغانستان د ستونزې له حل سره مرسته نشي کولای، بلکې د جګړې اور ته به لا زور ورکړي.
لیکوال وړاندیز کوي په جګړه کې وژل کېدونکي دواړه غاړې افغانان دي او په کار ده چې د دې ډول کړنو مخه ونیول شي.
محور ورځپاڼې لیکلي، هره اونۍ په افغانستان کې اتیا پولیس وژل کیږي.
د محورورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي روان کال د نورو کلونو په پرتله خونړۍ بلل شوی ،ځکه چې د جګړې زور په کې ډېرو او وسله والو ترنورو کلونو زیات خپل جګړه ایز تکتیک بدل کړی.
د لیکوال په باور په افغانستان کې دجګړې ماهیت یو ډول نه دی بلکې بېلابېل ابعاد لري،لکه پردي استخبارت،نشته یی موادو کاروباریان ،اداري فساد،خپلمنځي شخړې او نور.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي په افغانستان کې په وژنو سره نه دطالبانو شمېر کم شوي ،نه ملکي وګړي خلاص شول او نه هم امنیتي ځواکونه ټول له منځه ولاړل، یواځې هره ورځ کورنۍ په ویر اوړي،هره ورځ د انسانانو ژوندنونه اخیستل کېږي او هره ورځ کورونو ته جنازې دننه کېږي او یا هم دټپیانو زګیروي اورېدل کیږي.
دمحور ورځپاڼې سرمقاله لیکوونکې وړاندیز کوي منځګړي بنسټونه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه او نور خیریه بنسټونو ته پکار ده ،چې د جګړې له ښکېلو غاړو په کلکه وغواړي او دېته یې قانع کړي ،چې د ولسي خلکو سر اومال ته جدي پام وکړي او افغان وژنې ته پای ټکی کېږدي.