په میدان وردګو ولایت کې د یوې سرګلولې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته .
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې ماپښین په یو کور کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله څلور کوچنيانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او يو بل ټپي سوى دئ.دغه پېښې هغه مهال رامنځته شوه،کله چې د شرین یولس کلن زوی له بهر څخه خپل کورته نا چاودېدلې سرګلوله راوړې،چې د چاودنې په ترڅ کې د شرین نومې یو یولس کلن زوی،پنځه کلنه لور،شپږ کلنه ورېره،پنځلس کلن د میرمنې ورور یې وژل سوي او د یو بل دولس کلن زوی یې داسې ټپي شوی چې دواړه پېښې پرې شوي دي .