کور / تازه خبرونه / طالبان : لاحکومت راسره اړيکي نه دي نيولې

طالبان : لاحکومت راسره اړيکي نه دي نيولې

لندن :دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ويلي له طالبانو سره خبرې اترې پيل شوي دي نواز شريف دا څرگندونې په لندن کې د يوې غونډې په ترڅ کې کړي چې د پاکستان د سفارت لخوا وروسته ډاگييزه شوې.ښاغلي شريف وويل “خبرې اترې بايد د اساسي قانون په اډانه کې وشي”.نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې چې بې گناه وگړي وژل کېږي نه شي کولاى چې انتظار وباسي او ننداره وکړي.خو په پاکستان کې د طالبانو يوې سرچينې وويل چې تر اوسه لا له اسلام آباد څخه له دوى سره مخامخ اړيکي نه دي نيول شوي.دغې سرچينې زياته کړه قبايلي سيمو ته چې طالبان په کې مېشت دي، هېڅ حکومتي پلاوى نه دى ورغلى.د روانې مياشتې په لومړيو کې، د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود وويل، نوموړى چمتو دى چې له حکومت سره جدي خبرې اترې وکړي.د مسعود په وينا، خو تر اوسه له نوموړي سره چا تماس نه دى ټينگ کړى.د تحريک طالبان مشر حکيم الله مسعود په خپله ناوياته مرکه کې دا رد کړه چې گواکې په ولسي ځايونو کې وروستي مرگوني بريدونه، دوى تر سره کړي دي.خو هغه وويل د امريکا او د ملگرو پر موخو يا اهدافو به يې خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.ښاغلي مسعود همداراز ټينگار کاوۀ چې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټو الوتکو بريدونه بايد هم پاى ومومي.