کور / تازه خبرونه / طالبان : ١٥ عسکر را سره يوځاى سول

طالبان : ١٥ عسکر را سره يوځاى سول

وسله والو طالبانو په خپله يوه رسنۍ کي خبر ورکړى چي پنځلس پوليس ورسره يوځاى سوي.
طالبان ليکي چي ياد کسان هر يو عبدالله د شين ګل زوی، خان وزير د معلم خان زوی، اسمعيل د ګل محمد زوی، شرافت اوقومندان د محمد رفيق زامن، شين ګل د احمدزي زوی، شيراغا او جان آغا د اولياخان زامن، سميع الله د ګل آغا زوی، عبدالله د حاجي ظاهر زوی، اسمعيل د عزيز زوی، زرمت د غلام علي زوی، وارث د ابراهيم زوی، لعل دين او حيات الله د رحمت الله زامن د لغمان ولايت په قرغيو اولسوالۍ کي د دوى د جلب او جذب د کمېسيون د دعوت په پايله کي د دوى سره يوځاى سوي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه افغان حکومت څه نه دي ويلي.