په روزګان کي ولايت کي له شاوخوا ۹ کلن ماموريت وروسته د ولايتي بيارغوني ډلي خپل پوځي او ملكي ماموريت پاى ته ورسوي .
په روزګان كي اسټراليايې سرتيري ميشت وه ، خو ددې هيواد لومړي وزير د خپلو مرستو پر دوام او همكاري ټينګار وكړ .
په روزګان ولايت كي د اسټرليايې ځواكونو د ماموريت د پاى ته رسيدو په مراسيمو كي ددې هيواد لومړي وزير ټين ابټ د خپلو پوځيانو ماموريت بريالى وباله او زياته يې كړه چي ، په دې ولايت كي يې زياتي پروژي د خلګو په خوښه تر سره كړي او سرتېرو يې د افغان ځواكونو سره په پوځي برخه كي كار كړى دى .
هغه د روګانه د خپلو ځواكونو د وتلو وروسته هم پر مرستو او همكاريو ټينګار وكړ .
په ورته وخت كي د هيواد د كورنيو چارو وزير محمد عمر داودزى او د روزګان والي امير محمد خنذاده د اسټراليا ترڅنګ د هالندي او امريكايې ځواكونو همكاري ته په اشاري سره وويل چي دوي په جنوب لوديځه حوزه كي د تروريزم او ترهګرو په له منځه وړلو كي قرباني وركړي او دلته يې د خلګو په غوښتنه د بيارغوني كارونه كړي .
دوي د نورو مرستو او همكاريو هيله هم تري وكړل .
په دغو مراسيمو كي د اسټراليا لومړي او ددفاع وزيرانو ، په افغانستان كي د امريکا، استراليا او هالنډ هيوادونو سفيرانو، د افغانستان د کورنيو چارو وزير، د افغان فوځ لوى درستيز او ګڼ نور فوځي او ملکي چارواکي برخه درلوده
پي ار تي يا دولايتي بيارغوني ټيمونه په ډيرو ولايتونو کي وروسته له هغه تړل کيږي چي د افغانستان حکومت پر دې ادارو نيوکه کوله چې موازي حکومتونه يې جوړ کړي دي.
خو عام خلک دغه ټيمونه د بيارغوني په برخه کي ګټور بولي او وايي چي په دولتي ادارو کي د ظرفيتونو دنه موجوديت او دپراخ فساد له امله دخلکو اړتياوو ته رسيدګي نه کيږي .
د يادوني وړ ده ، چي په افغانستان کي د اسټراليا د پوځي ماموريت له پيل څخه تر دې مهاله ۴۰ سرتيري وژل سوي دي.