کور / تازه خبرونه / د نشيي توکو په وړاندي د ټمبلو کسانو سره به قانوني چلند وسي

د نشيي توکو په وړاندي د ټمبلو کسانو سره به قانوني چلند وسي

په هلمند كې به له هغه مسؤلينوسره كلك قانوني چلند وشي چې د نيشه توكوپه
وړاندې په مبارزه كې ټمبلي كوي.
دا څرگندونې د سه شنبې په ورځ په هغه غونډه كې په ډاگه شوې چې د نيشه
توكوپه وړاندې د عامه پوهاوي په موخه د هلمند د والي الحاج محمد نعيم،امنيتي مسؤلينواوگڼ شميرقومي مشرانواومخوروپه گډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه كې د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې په هلمند كې د نيشه
يي توكوكرنه يوازې ددې ولايت زرګونه ځوانان په نيشوروږدي كړي دي بلكې د نړى په كچه يې دې ولايت ته ناوړه نوم وركړى دى.
هغه زياته كړه مخكې له دې چې د روان كال په اوږدوكې كوكناروكرل شي بايد په وړاندې يې كوټلي گامونه پورته كړوترڅويې د كرمخه ونيول شي.
د نوموړي په وينا چې كه چيرې اوس مهال په دې برخه كې اغيزمن گامونه پورته نشي د حاصل ټولوپرمهال يې مخه نيول ستونزمن كيږي چې نه يوازې كروند گرنه حاضريږي چې شنه شوي كوكنارله منځه يوسي بلكې وسله وال مخالفين يې هم ساتنه كوي او د امنيتي ځواكونوپه وړاندې ستونزې رامنځ ته كوي.
ورپسې ددې ولايت امنيتي مسؤلينوپه ډاگه كړه چې هغه ولسوالان اوامنيه قوماندانان به عدلي ارگانونوته وروپيژني چې په سيمه كې د نيشه يي توكوپه وړاندې په مبارزه كې مبلي كوي.
د دوى په وينا چې د عامه پوهاوي د غونډوسره جوخت به د قانون پلي كولولړى هم پيل كړي اوهغه كروند گربه ونيسي چې غواړي په پخپلوځمكوكې كوكناروكري.
ددې غونډې په لړكې ځينونورگډونوالو هم ويناوې وكړې د كوكناروبوټى اونورنيشه يي توكي يې حرام اود هغه كاروباراواستعمال يې د اسلام خلاف عمل وباله