په هلمند ولايت کي ۲۴۴ تنه چې پكې سرحدي،ملي اود عامه محافظت پوليس شامل وو د يكشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند امنيه قوماندان مل
پاسوال محمد حكيم انگاراونورامنيتي مسؤلينوگډون درلود په لښكرگاه كې د پوليسوله روزنيزمركز څخه فارغ شول.
امنيه قوماندان انګار هغه له پوليسووغوښتل چې د خلكوپه منځ كې د بادارانوپه شان نه بلكې د خدمت كوونكوپه څيرخپله دنده پرمخ بوزي ترڅوپه پوره توگه خلك له پوليسوسره
همكاري وكړي چې په پايله كې به شته ستونزې هم په امنيتي اونوروبرخوكې له
منځه ولاړې شي.
ورپسې د نوموړي مركزقوماندان سمونمل عبدالمحمد ظفرخيل وويل چې يادوشويو كسانو ته د دوو مياشتوپه اوږدوكې د پوځي زده كړوترڅنگ،له خلكوسره د چلند،بشري قونو، روغتيايي مرستو اوسواد زده كړې په برخه كې روزنه وركړل شوې دي.
د نوموړي په وينا چې اوس مهال ددې زده كړواغيزځكه زيات دى چې د كورنيوښوونكولخوا يادې شوې زده كړې پرمخ بيول كيږي اود ژباړې په برخه كې هغه ستونزې چې وړاندې د بهرنيوروزونكود شتون په برخه كې موجودې وې په بشپړ ډول حل شوې دي.