په غزني ولايت کي د واده پر يوه موټر د ماين دچاودنې له امله ١٨ تنه وژل سوي او پنځه نور ژوبل دي .
دا پېښه پرون مازيګر مهال د غزني د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان په کلي کې رامنځته سوې ده.
دغزني ولايت امنيه قوماندان پاسوال غلام محي الدين وويل ، چې دا پېښه تېره ورځ نږدې په پنځو بجو په اندړو ولسوالۍ کې رامنځته سوه.
هغه زياته کړه ، چي د واده پر يوه موټر، چي پکښي ټول ٢٣ تنه سپاره وو، چاودنه سوې، چې له امله يې ١٨ تنه وژل سوي او پنځه نور ژوبل دي.
د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال وايي ، چې دا چاودنه د واده پر هغه فلاينګ کوچ موټر سوې، چې له ګوډلو کلي څخه د صاحب خان کلي ته روان و.
هغه زياته کړه ، په دې چاودنه کې ١٨ تنه وژل سوي، چې په وژل سويو کسانو کې ١٤ ښځې، درې نارينه او يو هلک شامل دي.
د نوموړي په وينا، دوى مړي او ټپيان روغتون ته لېږدولي ، خو د ورغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.