کور / تازه خبرونه / په ننګرهار کښي دپولیسو دروزني کورس پیل سو

په ننګرهار کښي دپولیسو دروزني کورس پیل سو

دننګرهاردامنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چي په دې ولایت کښي ئې دعقرب پر ۵ نېټه دامنیې قوماندانۍ په قرارګاه کښي دمخابرې مدیریت دمرکز او محلاتو (۲۰) شل تنه افسرانو ،اوساتنمنانو ته دمسلکي پوهي دکچي دلوړولو په موخه دوې میاشتنی کورس پیل کړ. یاد چارواکي وايي چي دا کورس دافغانستان اسلامي دولت دکورنیو چارووزارت دمخابرې او کمیوټرریاست په لارښونه او دامنیې قوماندانۍ په هدایت دځانګړي پلان پر اساس جوړ سوی چي دوې میاشتي به دوام وکړي او شل تنه دمرکز او محلاتو افسران او ساتنمنانو ته به پکښي مسلکی زده کړي دمجربوښوونکو له خوا ورکړل سي.دننګرهار دامنیې قوماندانۍ اداري مرستیال دداسي کورسونو جوړول اړین بلي او وايي چي په دې سره به دمنسوبینو مسلکي پوهه لوړه سي او ورځنیو کارونو کښي به ورته اسانتیاوي رامنځ ته سي.