کندهار افغانستان ـ دکندهار ولايت په ميانشين ولسوالي کي د ملي اردو او ملي پوليسو لخوا دوه ورځني عمليات پيل سوي.
ياد عمليات د افغان امنيتي ځواکونو په مشرۍ په کندهار کي د امنيتي حالت د لا ډاډمنېدو او د ټولټاکنو په پروسه کي د خلکو د ونډي اخيستني د زياتېدو په موخه تېره ورځ سهال مهال د ميانشين اولسوالۍ د سيد حسن له کلي څخه پيل سوي چي د دوو ورځو په اوږدو کي به بشپړ سي.