کور / تازه خبرونه / لویه جرګه د ړانده مخالفت په څپو کي

لویه جرګه د ړانده مخالفت په څپو کي

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د جوړېدونکي مشورتي لویې جرګې او د ولسي جرګې د وکیلانو د غیر حاضري په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي لویه جرګه د ولس استازیتوب کوي او یو شریک ملي ارزښت دی.

ورځپاڼه د مورخ او لیکوال عبدالحمید مبارز له قوله لیکلي، د لویې جرګې په پرتله ولسي جرګه د ډېر وړوکي اقلیت استازیتوب کوي، ځکه خو یې واک او صلاحیت سره توپیر لري.

همدې ورځپاڼې د ولسي جرګې د غړي حسین ناصري له خولې لیکي، لویه جرګه د پاچایانو عنعنه ده، په ډیموکراټیک دوران کې ورته اړتیا نشته.

ویسا لویه جرګه د ړانده مخالفت په څپو کې تر عنوان لاندې سرمقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یې راغلي دي، د لویې جرګې پر خلاف جبهه ډېره پخوانۍ ده، د ځینو وکیلانو دریځ په دې اړه طبیعي دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي ولس ګیله هم نه لري، خو که د چا په اوړو کې شګه نه وي په لوی لاس دې زموږ ملي عنعنه او د لویو ملي پریکړو یو ویاړلی دود د مغرضینو په خوله نه بدناموي.

هشت صبح ورځپاڼې د ولسي جرګې له ځینو غړیو څخه په نکل لیکلي، له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون پرسر د جوړېدنکې مشورتي لویې جرګې مصوبه الزام راوړونکې نه ده.

ورځپاڼې د دې شورا د ځینو غړیو ویره راخیستي او لیکلي، کېدای شي د جرګې په اجنډا کې بېلابېل موضوعات مطرح شي.

یادې ورځپاڼې د هلمند د خلکو داستازې نسیمې نیازې خبرې راخیستې او وړاندې لیکلي یاده جرګه ولسمشر ته مشورې ورکوي د ولسي جرګې استازې یې مخه نه شي نیولای.

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې وکیلانو ته دغیر حاضرۍ بل چانس تر سرلیک لاندې مطلب کې د دې جرګې له مشر څخه په نکل لیکي ولسي جرګه له دې وروسته په اونۍ کې یوازې دوې عمومي غونډې کوي.

یادې ورځپاڼې د ولسي جرګې له یوه غړي څخه په نکل لیکلي وکیلان عمومي غونډو ته نه حاضریږي ،دکمېسیونونو غونډو ته به څنګه حاضرشي.

محور په خپله سرمقاله کې لیکلي اوس د ولسي جرګې داونۍ څلور او درې عمومي غونډې دوو ته راکمېږي او هغه هم پدې بهانه چې کمېسیونونه تعقیبي کارونوته ځان وزګاروي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې دا دانتخاباتي کمپاین لپاره دولسي جرګې دکمېسیونونو د مشرانو یوه بله تکتیکي هڅه ده چې له دولتي امکاناتو اوسهولتونوپه استفادې غواړي په راتلونکو انتخاباتو کې دخپل کاندید په ګټه رول ولوبوي.

د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې دولسي جرګې دروازه باید دیوې ولسي جرګې د مرجع په توګه تل دولس پرمخ خلاصه وي ،خو خالي انګړبه دچا شکایت واوري او غم به یې وخوري؟