پېښور:دپاکستان د کډوالو چارو وزير عبد القادر بلوچ ويلي دي افغان كډوال د پاكستان پراقتصاد بوج دى نړيوالې ادارې دې د دوي پر عزت خپل هېواد ته په ستنېدو كې د پاكستان مرسته وكړي۔ ده وويل پاکستان دافغان كډوالو بوج له تېرو ٣٠ كلونو څخه پورته كوي ۔ زمونږپه هېواد كې د رجسټرډ افغان كډوالو شمېره ٣٠ لكه ده۔ دوي كې زياتره خېبر پښتونخوا كې استوګن دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه نوموړي د افغان کمشنرېټ چارواكو پلاوي سره دکتنې څخه وروسته د پرېس كنفرانس پر مهال وكړه۔ د کډوالو چارو وزير زياته کړه پاكستان غواړي چې افغان كډوال دلته نور پاتې نه شي مونږ د مېلمستيا او خپلو رواياتو ترمخې د يو اېن اېچ سي آر پرغوښتنه افغان كډوالو ته د ٢٠١٥ﺀ کال د دسمبرتر٣١ نيټې پورې په پاكستان كې د پاتې كېدو اجازه وركړې ده ۔ نوموړي له پوليسو څخه وغوښتل چې كوم افغان كډوال پي او آر كارډ لري بايد بې ځايه تنګ نه كړي۔ نوموړي داقتصادي تاوان په اړه ووايل چې افغان كډوالو له امله زمونږ پراقتصاد د دوه سوه ميلياده ډالرو بوج راغلى ۔ نړيوالو ادارو د ٦٠٠ ملينو ډالروژمنه کړې ده خو تر اوسه مو ١٥ ملينه ډالر ترلاسه کړي دي۔ دپه پاى کې بلوچ ووايل چې د پاکستان حكومت يو اېن اېچ سي آر او افغان كمشنرېټ سره په ګډه د افغان كډوالو خېر ښېګړې له پاره كاراو هڅې كوي چې دوي په عزت سره خپل هېواد ته بېرته وليږي۔ ده ووئيل دا هلته امکان لري چې په افغانستان كې امنيت ټينگښت ومومي