واشنگټن: دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر میا نواز شریف ویلي د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما یې هڅولی چې پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړي.نوموړي دغه څرګندونې په سپینه ماڼې کې له ښاغلي اوباما سره له لیدلو ورسته خبریالانو ته وکړې.پاکستان کې له لرې واټنه د کنټرولېدونکو الوتکو بریدونه یوه جنجالي موضوع ده.ښاغلي شریف وويل د بې پیلوټه الوتکو بریدونه باید ودرول شي.” پاکستان او د امریکا متحده ایالات له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پراخه همکاري لري. موږ د دې همکارۍ د لا پیاوړي کولو پرسر هوکړه وکړه. ما په دې غونډو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبره هم راپورته کړه او د دا ډول بریدونو پر پای ته رسولو مې ټینګار وکړ.”واشنګټن پوسټ له امریکايي ولسشمر باراک اوباما سره د نوازشریف له خبرو سره هممهاله دغه رپوټ د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې د اسنادو پر اساس دغه رپوټ خپور کړی.ولسمشر اوباما خپلو خبرو کې د ډرون بریدونو موضوع یاده نه کړه، خو لومړي وزیر نوازشریف د اوباما په شتون کې د خپلو لیکلو خبرو لوستلو پر مهال د ډرون بریدونو یادوونه وکړه او ویې ویل، چې” ما له ولسمشر اوباما سره خبرو کې د ډرون بریدونو یادوونه وکړه او د دغه ډول بریدونو پر بندولو مې ټینګار وکړ”نوازشریف وايي له افغانستان او هند سره یې د اړیکو په باب وویل، چې له ګاونډیو هېوادونو سره غوره اړیکي غواړي، چې په باب یې د امریکا ولسمشر وویل، چې دغه خورا مثبته تګلاره ده.د نوازشریف په خبره اوباما ورسره له پولو بهر ترهګرۍ او جماعت الدعوه ډلې په باب هم خبرې وکړې او د ممبۍ بمي بریدونو عاملینو ته تر اوسه د سزا نه ورکولو مساله یې هم راپورته کړه.