د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په مرکز او اړوندو کلیو کي د افغان ځواکونو له لوري درانه عملیات پیل شوي دي
د نورستان والي تمیم نورستاني نن ماسپیښین په یو مطبوعاتي کنفرانس کي وویل چي یاد عملیات د ملي او محلي پولیسو لخوا نن سهار پیل شوي دي نورستانۍ یادونه کوي چي دا عملیات د طالبانو د ځالو د ورکولو په موخه پیل شوي دي نوموړي وايي چي تر اوسه د عملیاتو په ترڅ کي طالبان له سیمي شړل شوي دي دده په وینا چي افغان ځواکونو ته د عملیاتو په لړ کي سپکي او درني وسلي هم په لاس ورغلي دي.
نورستانۍ وايي چي یو شمیر طالبانو له پولیسو سره نښته کړي چي اوس شاوخوا لس طالبان د پولیسو په مخاصره کي دي.
تر اوسه طالبانو په دی اړه کوم غبرګون نه دي ښودلي.
کامدیش ولسوالۍ د پاکستان د چترال سره پر پوله پرته ولسوالي ده چي د طالبانو د ډیر شتون له امله يي دولت ته سخت سرخوګي جوړ کړي دي.