پرون د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي په يوه نښته کي لس تنه طالبان ووژل سول چي شپږ يې پکښي پاکستانيان ول.
دغو طالبانو تيره ورځ غرمه مهال د يادي ولسوالۍ د سرو څاهانو او کارګو په ساحه کي د سرحدي پوليسو پر پوسته حمله وکړ ه چي په نيتجه کي د دواړو لوريو ترمنځ جګړه رامنځ ته سوه.
په دغه نښته کي وسلوالو طالبانو تر لنډ مقاومت وروسته د پوليسو څخه ماته وخوړه او د مقاومت پر مهال يې لس تنه ملګري، چي شپږ پکښي پاکستانيان دي، ووژل سول.
له دغه جګړې څخه ژوندي پاته سوي طالبان بيرته د ډيورنډ دکرښي ها خوا ته اوښتي دي او د پاکستاني سرحدي پوليسو په پوستو او شاوخوا سيمو کي يې ځانونه پناه کړي دي.
د افغان سرحدي پوليسو سره په جګړه کي د وژل سوو پاکستانيو او افغان طالبانو مړي هم له ډيورنډ څخه هاخوا ته انتقال سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه