ښتونه لږ ويښ شه!!!
نن په زړه پورې د واک د نیولو لوبه روانه ده. واک هم عجب شی دی، کله یې سړی دومره لیوال، غوښتونکی او په کې راګیر شي چې د هغه د نیولو او ساتلو په پار د هر څه نه تېرېږي.
نن په افغانستان کې د شمالۍ ټلوالې د واک بام په نړېدو دی. څو کاله مخ کې یې پر پښتون د طالب نوم کېښود او هغه ته یې د یوې ډارونکې بلا بڼه ورکړه او په نړۍ یې نارې کړې چې طالب، پښتون او د پاکستان غلام دی، وهئ یې!
خو د پېښلیک لوبه بله ده او هغه متل هم بې ځایه نه دی ویل شوی چې: مه کوه په چا چې وبه شي په تا!
طالب خو غلام نه راته ښکاري خو دا چې اوس شمالۍ ټلواله هر ماښام په پنجاب کې د غلامۍ په ټغر وچې شونډې پراته ده او د افغانستان د واک خوبونه د پنجاب د حکومت په مرسته د هغه د چت د کړکۍ څخه ویني، دا نو هغه لمر دی چې په دوو ګوتو نه پټېږي. خو شمالۍ ټلوالې له یاده ایستلي چې خپله پنجاب هم د ډاره ړنې سترګې خوب کوي. هغه د شپې وران او بېرېدونکي خوبونه ویني چې د هند او د افغانستان اړیکي خورا ښې خوا ته روانې دي نو خدای مه کړه چې د دوو ملګرو په منځ کې زیان ونه ویني.
خو دلته بله ستونزه هم راتلونکې راته ښکاري. هغه پښتانه چې په حکومت کې بوخت دي هغوی د امريکې سياست په اوتومات ډول مخ ته وړي. د یادونې وړ ده چې د امریکې موخه دا ده چې د افغانستان رئیس او واکمن دې تش په نامه پښتون وي او نور د واک کار د ټول د نورو جکړه مارانو په لاس کې وي.
که تر نورو پخوانیو تېر شو او د ښاغلي کرزي حکومت ته یوه لنډه کتنه وکړو نو دا خبره به کلکه په ډاګه شي چې
د واک لوې څوکۍ نه یوازې په افغانستان د ننه خو د هغه نه بهر په سفارتونو او داسې نورو کې چې د هېواد د باندني سیاست پورې تړښت لري او د ولسي ښکارندوي کوي، ټولې د تاجکو وې. اوس به دا څوکۍ لس کاله د اوزبکو بیا پر له پسې د هزارو، د ترکمنو او وروسته د دېرشو څلوېښتو کالو به پښتون ډېر کمزوره او د لمنځه تلو په اکر کې وي. نو په ډېره اسانه به د دا جګړه مارانو څخه واک واخلي او په کراره به په افغانستان د اسماعیلي – امريکاي حکومت چنډه پورته کړي.
نو وخت یې راغلی چې په لوړ غږ هیله وکړم:
پښتونه لږ نه، بشپړ ويښ شه!!!