طالبان ادعا کوي چي تېره شپه ۱۲ بجې یې په هيوادکې تر ټولو لويه امريکايي پوځي اډه دبګرام هوايي ډګر له دوو جلاجلا استقامتونونه په ۲۰ توغنديو ويشتي ده، طالبان وایي په هوايي ډګر کې اور ولګېدی او د ډيرو امریکايي عسکرو د مرګ ژوبلي خبره کوي خو ددغي ادعا په اړه تر اوسه د دولت یا بهرنیانو مطبوعاتي کړيو څه نه دي ويلي.
طالبانو دا هم ویلي دي چي تر بريد وروسته بهرني پوځونو د بګرام پر شاوخوا بمباري هم وکړه خو وايي چي طالبانو ته یې زیان نه دی اړولی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه