کور / سياسي / د امنيتي تړون پر سر ګټې!!

د امنيتي تړون پر سر ګټې!!

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وړمه ورځ کابل ته له رسېدو سره سم له ولسمشر حامد کرزي سره د امنيتي تړون په اړه رسمًا خبرې پيل کړې دي.

په اوسنيو وختونو کې امريکا غواړي په افغانستان کې دايمې حضور او امنيتي تړون لاسليک کړى او د امريکا ځينو مهمو سرچينو هم څو ځله ويلې ول، چې د امنيتي تړون د خبرو او اترو په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون راغلى دى او کيدلى شي چې په دې نيږدې راتلونکي کې دغه تړون لاسليک شي ، خو دوى لا هم دلته ددې تړون پر سر ګټه کوي.

دغه تړون، چې د افغانستان او امريکا تر منځ لاسليک کيږي، دا نه يوازې د افغانستان په ګټه دى، بلکې په دې هېواد کې دامنيتي تړون لاسليک او د امريکا حضور په خپله د امريکا په ګټه هم دي،ځکه نړيوال هم په دې هېواد کې خپلې ګټې ويني او ساتي يې، خو دوى بايد نه يوازې خپلې ګتې خوندي کړي، بلکې د خپلو ګټو سره سره په څنګ کې د ددې هېواد ګټو ته هم پام وساتي، او ددې هېواد هرې برخې ته بايد زياته پاملرنه وکړي، تر څو په دې هېواد کې اقتصاد پياوړي او پراخ شي، نه داسې چې يوازې خپل پوځي حضور دايم کړي او افغانستان ته شا کړي،ځکه د دې سند په اړه خبرې اترې وروسته له هغه وځنډېدې، چې ولسمشر کرزي په افغانستان کې په راتلونکي، کې د بهرنيو هېوادونو د مداخلې په صورت کې له امريکا د دفاعي تضمين غوښتنه وکړه،خو امريکا بيا غواړي، چې تر ٢٠١٤م کال وروسته يې په افغانستان کې پاتې شوي سرتېري دا اجازه ولري، چې د تروريزم او افراطيت ضد عمليات وکړي.

افغان دولت ددې مخه نه ده نيولي، چې امريکا دې د تروريزم په ضد عمليات نه کوي، بلکې افغان ولسمشر څو ځله په هر اړخيزو خبرو کې ورته ښکاره کړې ده، چې بايدپه هغو ځايونو کې دوى عمليات تر سره کړي په کومو ځايونو کې، چې ددې هېواد دښمنانو ځالې شتون لري، نه په کليو او بنډو کې، چې بزګران او ماشومان په کې وژل کيږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماري هرف تېره اونۍ وويل، دغه امنيتي سند د افغان لوري په ګټه دى،او له افغانستان سره د دوه اړخیزې امنیتي موافقې د لاسلیک لپاره ګډ کار روان دی او موږ په دې باور یو، چې په دې اړه ژر تر ژره موافقه په ګڼو دلایلو مهمه ده، یو دلیل دا دی، چې د امریکا او ناټو پلانونه باید پرمخ ولاړ شي، د افغان ځواکونو په وړتیا کې هم ښه پرمختګ شوی، خو افغانستان د نړیوالو مرستې ته اړ دی، چې خپل ځواکونه جوړ کړي څو د هېواد او وګړو ساتنه وکړي.

افغانستان په اوسنيو شرايطو کې نه يوازې نړيوالو مرستو او د افغان ځواکونو د وړتياوو لوړولو دايمي لاس نيوى ته اړ دى، بلکې دې ته هم اړ دى، چې په دې هېواد کې تل سوله او ثبات شتون پيدا کړي او د امنيتي تړون په لاسليکولو سره د هغو هېوادونو د مداخلې ځواب بايد نړيواله ټولنه وايي، چې نن يې ځينې بهرني هېوادونه په افغانستان کې کوي، چې دا ددې دريو واړو غوښتونو لپاره ضروري او اړينه ده،ځکه د دوى په حضور کې ددې هېواد ځينو بهرنيو هېواد ونو په ښکاره ډول لاس وهنه کړې ده او کوي يې،خو په دې برخه کې د امريکا متحده ايالاتو کوم عکس العمل نه دى ښکاره کړى، که چيرې دوى امنيتي تړون لاسليک کړي، د ا فغانستان غوښتنې او ګتې په نظر کې ونه نيول شي، نو دا به نه يوازې زموږ د هېواد لپاره بې ګټې تړون وي، بلکې په دې برخه کې به امريکا هم له يو ډول نه يو ډول چلنجونو سره مخامخ شي.