کور / تازه خبرونه / په لښکرګا کي چاودني دوه ملکي وګړي ټپيان کړل

په لښکرګا کي چاودني دوه ملکي وګړي ټپيان کړل

د هلمند په مرکز لښکرګاه کي د موټرسيکل بم چاودني دوه ملکي کسان ټپيان کړل .
چاودنه چې ريموټ کنټرول وه نن څه کم يوولس بحې په لښکرګا کي د ټرافيکو د مديريت مخي ته رامنځ ته سوه .
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايې چې د پيښي په وخت او ځاي کي دولتي څوک نه وه.
د ټپي کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او دا مهال د لښکرګا په روغتون کي تر درملني لاندي دي .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .