د کندهار په ارغنداو ولسوالۍ کي دوه تنه ځانمرګي بريد ګر وژل سوي دي .
پيښه دوې ورځي مخکي د دې ولسوالۍ د حاجيانو په کلي کې هغه وخت رامنځته سوې ده چې دوو تنو غوښتل ځانونه ځانوژونکي بريد ته اماده کړي څو بيا ځان خپل هدف ته ورسوي .
د ارغنداب ولسوال شامحمد احمدي وايې چې هغوي دا کار په يوه زاړه کور کي کاوه چې خپل چاوديدونکي توکي پرې چاوديدلي دي .
ولسوال وايې چې په وژل شويو کسانو کي د کلي يو تن کليوال هم شامل دی او هغه بل کس نه پيژندل کيږي .
په وينا يې پوليسو د پيښي سره د تړاو په تور د کور خاوند او يو بل تن هم نيولي دي او تر پوښتنو لاندي دي .