د روزګان په مرکز ترينکوټ کي د موټرسيکل بم چاودني دوه کسان چې غوښتل يې موټرسيکل د چاودني دپاره د خپل هدف ځای ته ځان ورسوي وژلي دي . .
د روزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايې چي پيښه نن څه کم يوولس بجې د مرکز ترينکوټ اړوند د طوري په سيمه کي رامنځ ته سوې ده .
وياند وايې چي په پيښه کي بل چا ته زيان نه دی رسيدلی .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .