کور / تازه خبرونه / ننګرهار کې چاودنه شوې

ننګرهار کې چاودنه شوې

ننګرهار: دننګرهار امنيه قومندانۍ ته نيږدې چاودنه شوې.د ننګرهار د امنيت مسول، سيد معصوم هاشمي د چاودنې پخلی کړی دی.دا پېښه ، دسهار په شاوخوا اوه نيمو بجو د کابل پر لويه لاره په جلال اباد ښار کې د امنيه قوماندانۍ دروازې مخې ته رامنځته شوې ده.د ننګرهار د والي وياند احمد وويل ، لومړني مالومات ښيي چې د امنيه قوماندانۍ په لومړنۍ دروازه کې د کرولا موټر نه په وسيله بريد شوى دى.هغه زياته کړه چې ددې بريد په پايله کې دوه پوليس وژل شوي او د يوه ترافيک په ګډون اته نور ټپيان شوي دي.نوموړى وايي چې لا هم څېړنې روانې دي خو د مړو او ټپيان کره شمېره تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.بلخوا د عامې روغتيا روغتون رييس ډاکټر همايون وويل چې د پېښې له سيمې ورته دوه د پوليسو جسدونه او اته ټپيان پوليس ور وړل شوي دي.نوموړى وايي چې ښايي د ټپيانو شميره نوره هم زياته وي، خو دوى ته تر اوسه همدومره ور وړل شوي دي.د ننګرهار امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد دپېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې بريدکوونکي غوښتل چې امنيه قوماندانۍ ته ننوځي.د هغه په وينا، پوليسو تر پېژندلو وروسته پرې ډزې کړې او هغه ځانته چاودنه ورکړې ده.د شېرزاد په وينا، په دې پېښه کې دوه پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوي، دوه پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان دي.عيني شاهد محمد اسحاق وويل چې ياد کرولا ډوله موټر غوښتل چې امنيه قوماندانۍ ته داخل شي چې د پوليسو له لورې ودرول شو او چاودنه رامنځته شوه