کور / تازه خبرونه / ملالې يوسفزۍ له باراک اوباما سره وکتل

ملالې يوسفزۍ له باراک اوباما سره وکتل

واشنگټن : ملالې يوسفزۍ د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره کتلي. په کتنه کې ورسره يې پلار ضياء الدين يوسفزى او د اوباما مېرمن ميشل اوباما او د هغه لور هم وه. ملالې په پاکستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو خواشيني څرگنده کړه او ويې ويل چې په دې بريدونو سره بې گناه خلک وژل کيږي..ورسره د پاکستان او امريکا ترمنځ واټن پيدا کيږي. او په پاکستان کې د امريکا خلاف کرکه او نفرت زياتيږي. ملالې په خېبر پښتونخوا، قبايلي سيمو او سوات کې د يو ايس ايډ پرمختيايي کارونه وستايلد جمعې په ورځ ملاله د امريکې ولسمشر بارک اوباما ور بللې وه او له سپينې ماڼۍ په خپروو شويو انځورونو کې ليدل کيږي چې ملاله، بارک اوباما د اوباما ميرمن ميشل اوباما سره کتلي دي.سپينې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي دي:« اوباما ملالې ته ښه راغلاست و وايه او په پاکستان کې يي د نجونو د زده کړې په برخه کې د نوموړې هڅې وستايلې.»خبرپاڼه کاږي چې ملالې هم له اوباما سره د ليدنې له امله خوښې وښوده خو په قباييلي سيمو کې يي د امريکې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د دوام له امله انديښنه وښوده او زياته يي کړه چې ياد بريدونه تر ډيره ترهګرۍ ته موکه برابروي.ملالې په دې لیدنه کې وويل:« زه له بارک اوباما څخه مننه کوم چې په پاکستان او افغانستان کې له زده کړې سره مرسته کوي او هو سوري کډوالو ته مرسته رسوي، خو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه چې ملکي وګړي پکې مري يو ډول غصه را پاروي چې دې کار په پاکستان مې ذهنيت ډير خراب کړی دی که چيرې په ښونه او روزنه ټينګار وشي تر دې بريدونو به يي پايلې ښې وي.»