لندن: دبي بي سي د خبر له مخې امريکايي چارواکي وايي په افغانستان کې دامريکا ځواکونو د پوځي عملياتو په ترڅ کې د پاکستان د طالبانو يو مشر لطيف مسعود نيولى دی.د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل، نوموړى د پاکستان د طالبانو تحريک يو قومندان دى. امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماري هرف وويل، د پاکستان طالبانو غورځنگ په پاکستان کې دننه د يوشمېر بريدونو مسووليت پر غاړه لري.زه دا تاييدولى شم چې امريکايي ځواکونو د پوځي عملياتو په لړ کې د پاکستان د طالبانو غورځنگ مشر لطيف مسعود نيولى دی”.راپورونه وايي لطف الله مسعود د پاکستاني طالبانو د غورځنگ يو لوړ پوړى قومندان دی او د دغې ډلې د مشر حکيم الله مسعود ته نږدې او باوري کس يادېږي.مېرمن هرف وويل: “لکه څنگه چې خلک پوهېږي پاکستان د طالبانو تحريک په ٢٠١٠ کال کې په ټايمز ډگر کې د چاودنې د يوې شوې هڅې پړه منلې او په امريکا کې يې بيا د بريد تر سره کولو ژمنه کړې”.د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماري هرف وايي: ” پاکستان د طالبانو تحريک همداراز په پاکستان کې دننه زموږ پر ديپلوماتانو د بريدونو او د داسې حملو ذمه وارې په غاړه لري چې بې شمېره پاکستاني ولسي وگړي يې وژلي دي.”د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د لطيف مسعود د نيونې پخلى وروسته له هغه وکړ چې د واشنگټن پوسټ ورځپانې د افغان چارواکو له خولې وويل چې، امريکا يي ځواکونو د لطيف مسعود په نوم د پاکستان د طالبانو يو قوماندان له افغان ځواکونو نه په زوره وروسته له هغه ونيوۀ چې د افغان استخباراتو له څو مياشتني کار وروسته نوموړى دې ته چمتو شوى و چې د افغانستان د حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو په برخه کې منځگړتوب وکړي د ورځپاڼې په وينا افغان ولسمشر حامد کرزى د امريکايي ځواکونو دا گام د افغان ملي حاکميت سرغړاوى بولي.خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له دې ډه ډه وکړه چې ووايي ښاغلى مسعود کله نيول شوى او يا چېرې ساتل کېږي.ويل کېږي چې افغان ولسمشر حامد کرزى به د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کېرې سره چې په يوۀ ناڅاپي سفر افغانستان ته ورغلی د لطيف مسعود د نيولو پر مسالې هم خبرې وکړي له بله پلوه امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ، خبر ورکړی چې ځانګړو امریکایي ځواکونو دا عملیات په لوګر ولایت کې ترسره کړی دي.سرچینې زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې امریکایي ځواکونو پاکستانی طالب قوماندان لطیف مسعود نیولی او له ځانه سره یې وړی دی.په راپور کې راغلي دي چې افغان ځواکونو لطیف مسعود له ډیرو هڅو وروسته دې ته تیار کړی و، چې ورسره د سولې لپاره خبرې وکړي.سرچینه وایي، چې افغان ملي ځواکونو لوړ پوړو چارواکو سره د خبرو په موخه روان کړی و، چې په لاره یې پر کاروان امریکایي ځواکونو پرې عملیات ترسره کړل او مسعود یې تر نیولو وروسته باګرام ته ولیږدولو. او بلخوا دافغانستان حکومت د امریکايي ځواکونو پر دې عملیاتو نیوکه او احتجاج کړی دی.دولسمشر ویاند ایمل فیضي ویلي چې ددې موضوع په اړه به کابل ته راغلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په لوړه کچه خبرې وشي.پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې لطیف مسعود دپاکستانیو طالبانو د مشر حکیم الله محسود مرستیال و او له پاکستان حکومت سره د خبرو ملاتړ یې کړی و.