کور / تازه خبرونه / تركيې د حكمتيار مالي شتمني كنګل كړه

تركيې د حكمتيار مالي شتمني كنګل كړه

انقره : د ټي ار ټي پښتو د خبر له مخې تركيې د ګلبدين حكمتيار مالي شتمني كنګل كړه. د تركي ورځپاڼو د خبر له مخې د نوموړي هېواد د وزيرانو شورا د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پرېكړې په اساس د القاعدې د ډلې په تړاو د ۲۱۹ تنو او ۶۳ ټولنو او د طالبانو په تړاو د ۱۳۰ تنو او څلورو ټولنو مالي شتمني كنګل كړه. ددې كسانو ترمېنځ په افغانستان كې د اسلامي حزب مشر ګلبدين حكمتيار هم شامل دى. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو له مخې د القاعدې او طالبانو د مالي مرسته كوونكو كسانو او ټولنو د مالي شتمنيو د كنګلولو پرېكړه د تركيې په رسمي جريده كې هم خپره شوه. پدې ډول د امنيت د شورا د ۱۲۶۷، ۱۲۸۸ او ۱۲۸۹ يمو شمېرو د پرېكړو له مخې په تركيه كې د پورتنيو كسانو او ټولنو مالي شتمني د دولت لخوا ضبط شوه. د طالبانو په تړاو د ۱۳۰ كسانو او ۴ ټولنو مالي شتمني هم ضبط شوې ده. ددې كسانو ترمېنځ څلور تنه تركان هم شامل دي.