کور / تازه خبرونه / دپاکستان يوې الوتکې اور واخیست

دپاکستان يوې الوتکې اور واخیست

اسلام اباد:دپاکستان دپي ایي ای شرکت الوتکې اور واخیست دپاکستان دپي ايي ای هوايي شرکت یوې الوتکې چې دوبۍ ته روانه وه یوه (۱) انجن اور واخیست او دکراچۍ په جناح اینټرنیشنل هوايي ډګر کښې په بیړني ډول کیناستله ویل کیږي چې دپاکستان دپي ايي ای هوايي شرکت د الوتکې په انجن کښې له کراچۍ هوايي ډګر څخه لږ شان الوتلو وروسته اور ولګیده دپاکستان د کراچۍ د کورنګي سیمې او شاوخوا سیمو خلک چې پاسه یې الوتکه تیریدله د سخت درز او چاودنې له کبله ویریدل دکراچۍ په هوايي ډګر کې بیړنی حالت نافذشوي او الوتکه سالمه کوزه شوي او مسافر او دعملې کسان روغ رمټ دي او څوک ژوبل شوي نه دي دپاکستان په پي کی ۲۱۳ الوتکې کښې ټول ټال درې پنځوس (۵۳) مسافر سپاره وو ویل کیږي دتخنیکي خرابۍ له کبله دپاکستان دپي ایي ای شرکت دالوتکې په یوه انجن کښې اوور لګیدلی وو