نن یکشنبه د سهار په لسو بجو د کندز ولایت د چهار دره په ولسوالۍ کې یو ځانمرګی برید ترسره شوی چې له امله یې دری تنه ملکي وګړي ټپيان کړي، د کندز امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي لر او بر ویبپاڼې ته ویلي چې دغه پيښه هغه مهال را منځته شوه کله چې یوه تن چې په موټر سایکل سپور وو د پولیسو امنیتي تالاشۍ ته ونه درید هغه وویل همدا چې موټر سایکل له پولیسو تیر شو ځان یې والوزاوه هغه وویل د یوه موټر دری سورلۍ چې له کندز ښار نه د چهار دری ولسوالۍ خوا ته روان وه په پیښه کې ټپي شوي.