د وردګو ولايت اړوند په يوه سيمه کي د يوه کورولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په دې اړه لراوبر ته د دې ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ ويل سوي چي دا پېښه تېره ورځ ماځيګر مهال د بهسودو په لومړۍ برخه کي د يوه کوتل سره چپه سوې چي په پايله کي ئې درې کسان وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي.
په خبرپاڼه کي د موټر د چپه کېدو لامل د هغه زيات سرعت ښوول سوى.ې