کور / تازه خبرونه / دولت ته ماليه نه ورکوونکى به ژر تر ژره ونيول سي

دولت ته ماليه نه ورکوونکى به ژر تر ژره ونيول سي

دغه خبره د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی نن ( دوشنبه) د یوې
غونډې په ترڅ کې چې د دې ولایت دولایتی شورا استازو،امنیتي مسؤلینو،مستوفي او یو شمیر نورو ادارو مسؤلینو په کې برخه درلوده وکړه.
د میدان وردګو ولایت مستوفي د خپلو خبرو پرمهال اندېښنه څرګنده کړه،چې په وار،وار یې په مرکز میدان ښار کې یو شمیر کاروباریانو ته د ماليې د ورکړې لیکونه استولي خو تردا مهاله پورې،چې شاوخوا درې کلنه ماليه پرې پاتې ده،نده ورکړې .
ده وویل: په دغه کسانو د جرمانې په ورکولو سره ورځ تر بلې د مالیې کچه لوړیږي او کله چې دوی ترې د مالیې غوښتنه وکړي،نو د بېلابېلو لاملونو په وړاندې کولو سره ترې سرغړونه کوي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیآڼي د یادې غونډو د ګډونوالو سره په تفاهم پرېکړه وکړه،هغه کسان چې په میدان ښار کې کاروبار کوي او مالیه نه ورکوي،باید قانوني چلند سره مخ شي.
ده وویل: وروسته له دې چې مستوفیت په وار،وار له یادو کاروباریانو څخه د مالیې د ورکړې غوښتنه کړې او دوی کوم اجرائت ندي کړي،نو باید دغه کسان د امنیتي ځواکونو له لورې تر نیول کېدو وروسته د قانوني چلند په موخه څارنوالۍ ته معرفي شي،ترڅو په راتلوونکي کې نور سرغړونکي ونلرو.
نوموړي امنیه قوماندانۍ مؤظفینو ته دنده وسپارله چې ژر تر ژره دې هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري،کوم چې د مالیې د ورکړې څخه سرغړونه کوي. په درنښت