کور / تازه خبرونه / د ١٣٥٧م او ٥٨ م د پېښي په اړه څلى جوړېږي

د ١٣٥٧م او ٥٨ م د پېښي په اړه څلى جوړېږي

په دیارلس سوه اوه پنځوس او اته پنځوسم هجري کلونو کې د کمونستي رژیم له
لورې د پنځه زره شهیدانو چې په کې نږدې څلور سوه پنځوس تنه یې د میدان وردګو ولایت وو،په نوم یې په مرکز میدان ښار کې د یوه څلې د جوړېدو پرېکړه وشوه.
دغه پرېکړه نن (دوشنبه) د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ په هغه غونډه کې وشوه،چې د ټولو ادارو مسؤلینو په کې برخه درلوده .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیآڼي وویل: دا چې د یادې پېښې د شهیدانو یاد مو تل ژوندی ساتلی وي،لازمه ده،چې په دغه ولایت کې یې پر نوم یو څلی جوړ شي .
ده همدا راز د ملي سوداګر ښاغلي کلیمزي څخه مننه وکړه،چې د دغه څلې د جوړېدو ټول مالي لګښت یې په شخصي ډول په ځان منلی دی .
د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه،چې د ۱۳۵۷ـ۱۳۵۸ د پېښې شهیدانو په نوم دې د مرکز میدان ښار غازي کریم خان تالار ته څېرمه یو داسې څلي جوړ شي،چې د ټولو شهیدانو یادونه په کې سوې وي.