کور / سياسي / د سياسي قوميت په ځاى د ملي ګټو سياست

د سياسي قوميت په ځاى د ملي ګټو سياست

په دې ورځو كې هغه (ټاكنيز اتحاد) مات شو چې تقريباً يوه مياشت مخكې، په يوه پرتمينه غونډه كې اعلان شوى و. د دې اتحاد څو نامتو ګډون وال دا وو: جنرال عبدالرشيد دوستم، ډاكتر عبدالله عبدالله، حاجي محمد محقق، احمدضيا مسعود، عطا محمد نور، صلاح الدين رباني، ډاكترسيد علي كاظمي، نور الحق علومي، امرالله صالح، محمد يونس قانوني، قربان علي عرفاني او څو نور.
دې لست ته په كتو سره څو خبرې د انسان په ذهن كې راپورته كېږي: اول دا چې ډېر پاسني ذوات په شخصي توګه ښه خلك دي او ښايي چې په خپلو كورنيو، خپلوانو او قوميانو، ګران وي؛ خو د افغانستان په تېر شل كلن ناورين كې د فعاله انسانانو په توګه، مثبتې او منفي ځانګړتياوې دواړه لري. دوى په كورنيو جګړو كې برخه اخستې او ښايي چې لاسونه يې د خلكو په وينو سره وي.
په تېرو 13 كلونو كې په افغانستان كې اداري فساد هومره لوړ شو چې په نړۍ كې لومړي دريځ ته ورسيد، دا پاسني حضرات هم كه ټول نه وي، ځينې خو په حتمي توګه په دې فساد كې ښكيل دي او نن افسانوي پانګې لري.
بل لور ته كه سړى په انصاف قضاوت وكړي؛ نو دا همغه د شمالي ټلوالې د جبل السراج د تړون، انتر كانتننالي انځور دى.
د جبل السراج تړون د افغانستان له پاره ښې پايلې نه درلودې. هغه پنځه شپېته زره كابليان چې ووژل شول او دا ښار چې په كنډواله بدل شو، د همدې ائتلاف يا تړون د جوړېدو عيني پايله باله شي. ځينې دا څېرې په كورنيو جګړو كې سل په سلو كې ښكېل وې. د كابل د افشار ډلوژنه، په مزارشريف كې بسياري قساوت، د خلكو د وينو بهول، د عامه شتمنيو چور، د ښځو بې حرمتي او د افغانستان د نواميسو او ملي حيثيت سپكاوى او ډېر نور منفي اعمال د دې جګړو او دې څېرو له كارنامو څخه دي.
بله خبره چې د مرحوم ټاكنيز اتحاد په اړه كېږي دا ده چې د هېواد ځينو مطرحه څېرو په پرانستونكې غونډه كې حضور نه درلود. هغه كسان چې يا د خپلې پوهې، تجربې او كفايت له مخې مطرح دي او يا په جګړو كې د ښكېلتيا، تنظيم، پيسو او امكاناتو او حتى د بهرنيو استخبارتي كړيو د مرستو په زور ځانونه تر نور پورته گڼي!
(ټاكنيز اتحاد) تر ډېره بريده قومي تركيب و او پرته له دې چې د افغانستان په سترو ملي ګټو، روانه جګړه، احتمالي سوله، د پرديو په حضور، امنيتي تړون، ملي يوالي، اقتصادي ستونزو او داسې غټو مسايلو فكر وكړي، د څوكيو، امتيازاتو او القابو په غم كې وو او هڅه يې كوله چې لوړ مقامات د اقوامو په نامه په خپلو كې سره ووېشي. تجربو ښودلې چې دې د قوم مدعيانو يوازې خپل ځان ته كار كړى، د رايو او ټاكنو په وخت كې قوم ته ځولۍ غوړوي؛ خو ګټې د ځان له پاره غواړي. په دې حضراتو كې داسې كسان شته چې اوس افسانوي پانګې لري، بلډنګونه يې جوړ كړي، درې_ څلور ځوانې ښځې لري، له پرديو استخباراتو كړيو سره ښكاره اړيكې ساتي او په هره ممكنه طريقه هڅه كوي چې د خپل دريځ د پياوړتيا له پاره د (حلال) او (حرام) له توپير پرته امكانات لاس ته راوړي. په داسې مواقعو كې بيا قوم د هېڅ چا په ياد هم نه وي؛ خو د ګټو له پاره بيا ځانونه د اقوامو استازي بولي او سهميې غواړي!
له نېكه مرغه همغسې چې اټكل كېده (ټاكنيز اتحاد) مات شو او د رهبرۍ شورا كسانو يو په بل پسې ناويلې خبرې علني كړې. له دې مخكې ډاكټر محمد علي ياسا د اوتلوك افغانستان مشر ښاغلو حاجي محمد محقق، عطا محمد نور، ډاكټر عبدالله او جنرال دوستم ته يو ليك استولى و چې ټول په تعصب ولاړ و.
ډاكټر ياسا، د فدراليزم پلوى او د آلمان د مونشن د غونډو مبتكر په دې ليك كې كښلى وو چې تاسو د جهاد او مقاومت سرتيري اتلان دنده لري چې د (متجر او وروسته پاته قوم) په وړاندې يو موټى واوسئ، خپل سنګرونه مضبوط وساتئ او په واحد دريځ د ټاكنو ډګر ته حاضر شئ!
له دې وروسته چې په ټاكنيز اتحاد كې درز ولويد لويدلي و، متحقق ياسا ته وليكل چې ما ځكه د ډاكټر عبدالله ننګه غوره وبلله چې دى تاجك، انجنير محمد خان د حزب اسلامي پښتون او زه هزاره يم او جنرال دوستم ته يې په غير مستقيمه توګه وويل چې د ازبكانو يا ترك نژاده خلكو ځاى څلورم دى. ده دا هم وليكل چې احمد ضيامسعود هېڅ پلويان نه لري او نور به هر څوك خپل كار په خپله كوي!
په عوض كې د امنيت پخوانى لوى رييس، حاجي محمد محقق ته وليكل چې ستا د ټلويزيون پيسې بهرني استخبارات دركوي، د هېواد د ملي مسايلو له پاره د بهرنيو كړيو مشوره اخلي، د سياسي پرېكړو له پاره دريو ګاونډيو هېوادونو ته سفرونه كوي او د بابه مزاري په ارمانونو دې معامله وكړه. ډاكټر ياسا د افغانستان امنيت، پاكستان ته د جاسوسي په تور نيولى و او داسې نور.
جنرال دوستم هم په دې منځ كې غلى پاته نه شو او وې ليكل چې هزاره مشرانو لكه استاد خليلي خپل قوم ته هېڅ كار نه دى كړى او په افغانستان كې د اقوامو ترتيب، لكه پښتانه لومړى، تاجكان دوهم او هزاره درېيم سم نه ښكاري او هر څوك بايد دا حق ولري، د هر قوم چې وي، ځان ولسمشرۍ ته كانديد كړي او د ټولو اقوامو رايه وغواړي.
احمد ضيا مسعود بيا وليكل چې د محقق پرېكړه شخصي ده او د افغانستان په ملي جبهه پورې اړه نه لري. دا جبهه مخكې د احمد ضيا، محقق او دوستم په ګډون جوړه شوې؛ خو اوس ډېر فزيكي وجود نه لري.
په هر صورت له دې بحثونو څخه مطلب دا و چې سياست له بده مرغه ډېر قومي شوى او د (سياسي قوميت) مدعيان په افغانستان كې د خپلو لويو او شريفو اقوامو ګټې په يوازې ځان په بډه وهي او (ميم زور ما) ټول (زما) ګڼې! كه سړى رښتيا ووايي په اوسنيو خونړيو شرايطو كې د افغانستان هېڅ شريف قوم، ستر، مبارز او ملي مشران نه لري. پښتانه سم مشران نه لري چې په اور كې سوځي او هره ورځ په رنګارنګو نومونو تلفات وركوي. دا نور درانه قومونه هم د مشرانو په ځاى داسې قرارداديان لري چې په هېڅ نه مړېږي او د ټول قوم په نامه ګټې يوازې د دوى د كورنيو له پاره كفايت نه كوي.
اوس د افغانستان په شريفو اقوامو پورې اړه لري چې د غفلت له دې درانه خوب څخه پاڅي او كه نه؟ ځينې اوسني مشران دوى هره ورځ خرڅوي. څوك په ډالرو، څوك په تومن، څوك په كلدارو او څوك له دې هم ارزانه!
د افغانستان شريف قومونه د خداى(ج) بنده ګان او د يوه واحد وطن نه بېلېدونكي غړي دي. دوى بايد په داسې سنګرونو كې ونه درېږي چې ګټه يې تش په نامه مشرانو ته رسي؛ خو وينې د دوى پكې بهېږي.
په قومي عنصر باندې ډېره اتكا د اسلام له احكامو سره په ټكر كې ده. خداى خلك د پېژندنې له پاره په طوايفو او قبايلو وېشلې؛ خو (ښه) د تقوى له مخې پېژندل كېږي.
د افغانستان خلك بايد د تاريخ په دې خورا حساس پړاو كې د وضعې خطرناك توب درك كړئ او د قومي سياست په ځاى ملي سياست او د قومي ګټو په ځاى ملي ګټې سترې وبولي. د افغانستان خلك بايد د سياسي قوميت د مدعيانو په څېرو ونه غولېږي او په راتلونكو ټاكنو كې د ملي منافعو له پاره سترې پرېكړې وكړي او د هغه كسانو شا ته ودرېږي چې افغانستان خپل وطن او ټول خلك خپل وروڼه او خويندې بولي او ستر ملي فكرونه او ډېر شريف انساني ارمانونه لري.