کور / تازه خبرونه / ملا برادر د طالبانو سره د خبرو له پاره پېښور ته لېږدول سوى

ملا برادر د طالبانو سره د خبرو له پاره پېښور ته لېږدول سوى

په کابل کې نننیو خپرو شویو ورځپاڼو د طالبانو د یوه مشر ملا برادر او د راتلونکو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په روښانه سرلیک کې لیکلي چې؛ ملا برادر له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره پیښور ته لیږدل شوی.

ورځپاڼې په خپل دې مطلب کې یادونه کړې چې؛ د طالبانو د مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاکستان په زندان کې تر درېیو کلونو بند وروسته تېره میاشت د افغان حکومت په غوښتنه او هلو ځلو خوشې شو.

ورځپاڼې له یوې پاکستانۍ رسنې څخه په نکل لیکلي چې؛ اوس مهال ملا برادر د پیښور په یوه خوندي ځای کې دی او له افغان طالبانو سره یې اړیکي نیولي؛ خو ورځپاڼه بیا وړاندې لیکي، دا لا ښکاره نه ده چې، ملا برادر له چا سره اړیکي نیولي؛ ځکه چې ورځپاڼه له طالب مشرانو څخه په نکل لیکي چې؛ پر ملا برادر د “ای. اېس. ای” د څار له امله طالبان له هغه سره اړیکې نشي نیولای.

محور:

محور ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې لیکلي چې؛ د پاکستان امنیتي سر چینو د رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې؛ ملا برادر د افغانستان سرحد ته نږدې پیښور ته وړل شوی.

محور ورځپاڼې لیکلي چې، مخکې تر دې ملا برادر کراچۍ ښار کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې له یو شمیر طالبانوسره اړیکي نیولې وې.

ورځپاڼه له نوموړې سرچینې څخه په نکل لیکي؛ په داسې حال کې چې لس تنه امنیتي ساتونکي له ملا برادر څخه ساتنه کوي؛ د پاکستان استخباراتو د ملا برادر هغه لپ ټاپ او ستلایټ ټيلفون چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یې ترې اخیستي وو بېرته هغه ته سپارلي دي.

د محور ورځپاڼې د مطلب په پای کې راغلي؛ په داسې حال کې چې دغه پاکستاني سرچیني د خپل نوم له ښودلو ډډه کړې؛ ویلي چې، ملا برادر له خپلو پخوانیو دوستانو سره ټيلفوني اړیکه نیولي او په ترکیې، افغانستان او امریکې کې یې له هغوی سره د سولې پر بهیر خبرې کړي.

سرنوشت او مانده ګار ورځپاڼو په دوو جلا مطلبونو کې له انتخاباتو په کابل کې د ملګرو ملتونو دسیاسي دفتر له ملاتړ څخه یادونه کړې.

سرنوشت:

سرنوشت په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازي یان کوبیش څخه په نکل لیکلي چې؛ ویلي یې دي، د دوی ارزونې ښیي چې، د راتلونکو انتخاباتو تیاری تر تیرو انتخاباتو ډيرې ښې او هیله لري چې، دغه انتخابات به له لانجو پرته تر سره شي.

مانده ګار:

مانده ګار ورځپاڼې هم له نوموړي څخه په نکل ټينګار کړی او ویلي چې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا حاضره ده چې؛ د افغانستان له راتلونکو انتخاباتو سره هر راز همکاري وکړي.

خو ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې ملګري ملتونه د شفافو انتخاباتو د تر سره کیدو غوښتونکی دی؛ خو د مطلب لیکونکی په داسې حال کې چې له کوم خاص کس یا ډلې نوم نه اخلي، خو د راتلونکي کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې پر دې مسالې اندیښنه ښیې چې ښایې د کمیسیون غړي به د اړیکو له پلوه بې لورې پاتې نه شي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په سر کې “هیچاته به اجازه ورنه کړو چې؛ په ټاکنو کې لاسوهنې وکړي” تر سرلیک لاندې له جمهور رییس سره د ختیځو ولایتونو د مشرانو له وروستی کتنی څخه په نکل لیکلي چې؛ دغو مخورو د رڼو انتخاباتو پر تر سره کېدو ټینګار کړی.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې ټینګار کړی چې؛ امنیتي ځواکونه باید په انتخاباتو کې بې طرفه وي.

ورځپاڼه په دې اړه د ولسمشر له یوه فرمان څخه یادونه کوي؛ چې ویلي يې دي، د هیواد امنيتي ځواکونه دې په انتخاباتو کې د امنیت د ټینګولو هڅه وکړي او د هیڅ ګوند کاندید او ایتلاف طرفداري دې نه کوي.