کور / تازه خبرونه / د ٥ وسله والو د وژلو او ٧ د نيولو ادعا وسوه

د ٥ وسله والو د وژلو او ٧ د نيولو ادعا وسوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په بند چک سیمه کې تیره شپه ناوخته د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او اوه نور ژوندي نیول شوي،همدا راز په دغه عملیاتو کې د چاودیدونکو توکو سربیره پنځه میله کلاشینکوفونه او یو ایم شپاړس ډوله ټوپک هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې .
د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې د دغه عملیاتو په ترڅ کې درې ملکي وګړې هم ټپیان شوي،چې امنیتي ځواکونو د درمنلې په موخه روغتون ته انتقال کړي دي.
په همدې حال کې د یادې ولسوالۍ انتن پوستې ته څېرمه د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې یو وسله وال طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي،همدا راز د دغه جګړې په ترڅ کې چې یو د ملي اردو سرتېری هم ټپي شوی،د وسله والو طالبانو لخوا ځای پرځآی شوې دهشکه هم لمنځه وړل شوې ده.
په ورته وخت کې د میدان ښار په غنډاخیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان ټپیان شوي او یوه پایه مخابره او یوه عراده موټر سایکل هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.