کور / تازه خبرونه / وردګ : د ٧ وسله والو د وژلو او ٥ د ټپي کولو ادعا وسوه

وردګ : د ٧ وسله والو د وژلو او ٥ د ټپي کولو ادعا وسوه

د وردګو ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د عملياتو په ترڅ کي اووه وسله وال وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي .
چارواکي وايي چي دا عمليات ئې پرون ماښام د دې ولايت په مرکز ميدان ښار، نرغ او چک اولسواليو کي ترسره کړي چي په پايله کي ئې يادو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په دې اړه لراوبر ته د دې ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه د يادو کسانو د مرګ ژوبلي د پخلي ترڅنګ ليکي چي په دې عملياتو کي درې اولسي وګړي او يو د ملي اردو عسکر هم ټپيان سوي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.