له دوه کلنو زدکړو وروسته څلرویشت تنه قابله ګانې ټولنې ته دخدمت په موخه
وړاندې شوې
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د قابله ګۍ د روزنیز مرکز
څخه د دوه کلنو زدکړو ترلاسه کولو وروسته څلرویشت تنو میرمنو خپل فارغت
لیکونه ترلاسه کړل،چې ډیر ژر به په دغه ولایت کې د خدمت په موخه پر دندو
وګمارل شي.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې چې د میدان وردګو ولایت مرکزمیدان ښار
په غازي کریم خان تالار کې جوړ شوي وو، د ولایت مقام په استازۍ د سکتور
رئیس غزني ګل اشرف زوی، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر غلام فاروق مخلص، د سرې
میاشتې رئیس محمد سلیم وردګ، د ښځوچارو رئیسې وحیدې ښکلې، دناروې او
سويډن هېوادونو استازو د عامې روغتیا ریاست کارکوونکو او د یادو قابلو د ښوونکو سربیره ګڼ شمیر میرمنو برخو اخیستې وه .
د ولایت مقام په استازۍ د سکتور رئیس غزني ګل ځاځي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ناروې او سویډن هېوادونو څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د قابلو د روزنې دا ډول پروګرامونه جوړوي .
ده همدا راز ټولو فارغو شویو قابلو ته د دوی د فراغت له امله مبارکي وویله او ترې غوښتنه یې وکړه،چې ترسره کړې زدکړې به د نورو میرمنو سره د شریکولو ترڅنګ خپله د ولسونو خدمت په ښه توګه ترسره کړي.
د عامې روغتیا رئیس غلام فاروق مخلص په وینا د دغه قابله ګانو په روزنې سره به په میدان وردګو ولایت کې تر ډېره کچه د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي لامل وګرځي.
د یادونې وړده د یادو څلرویشت تنو میرمنو په ګډون تر دا مهاله د میدان وردګو ولایت د قابله ګانو د رونیز مرکز څخه یو سلو څلوردېرش تنه تر دوه کلنۍ زدکړو ترلاسه کولو وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي .