کور / تازه خبرونه / کندهار: د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنيوي کمپاين پيل سو

کندهار: د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنيوي کمپاين پيل سو

د ګوزن ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین د کمپاین افتتاح نن په ولایت مقام کي د دغه ولایت د مرستیال والي او د عامي روغتیا د ریاست د چارواکو او د ډاکټرانو لخوا ماشومانو ته د واکسین د څاڅکو په ورکولو سره پیل سو.
د پولیو د مخنیوي دغه کمپاین به د راتلونکوڅلورو ورځو لپاره په افغانستان کي دوام ومومي او د کمپاین پر مهال به د واکسین د څاڅکو سره سم د شپږو میاشتو څخه بیا تر پینځه کالو پوري ماشومانو ته د ویټامین اې کپسول هم ورکړل سي.
د ګوزڼ یا فلج د مخنیوي د کمپاین د پیل پر مهال مرستیال والي عبدالقدیم پتیال خبریالانو ته په خبرو کي وویل چي په سهیلي حوزه کي د ګوزڼ د ناروغۍ مخنیوی او نه ستون د ټولو خلکو لپاره ښه زیرۍ دئ او زیاته یې کړه چي د مخنیوي په اړه یې لکه څنګه چي هڅي سوي دي همداسي یې باید دوامداره وساتو.
هغه دغه راز وویل چي د واکسین دوه څاڅکي ماشومان د فلج او معیوبیت څخه ژغوري نو باید چي ټول افغانان خپلو ماشومانو ته د واکسین د څاڅکو په ورکولو سره ددوی ژوند وژغوري.
په ورته وخت کي د عامي روغتیا د ریاست چارواکو او ډاکټرانو په دغه برخه کي د خلکو هغه مرستي او هڅي چي د واکسیناتورانو سره یې کړي وستایلې او د دوۍ څخه یې د زیاتو او دوامداره مرستو غوښتنه کول .
هغوى زیاته کړه چي که څه هم د واکسین کمپاین هره میاشت خلک خسته کوي ولي باید د ورکولو ګټو ته هم وکتل سي او د ماشومانو د ښه صحت او دوۍ د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ څخه د ژغورلو په خاطر واکسین سي.
دا په داسي حال کي ده چي ددغو څلورو ورځو په جریان کي به د سهیلي حوزې په کچه ۱،۵۱۴،۳۳۳ کوچنيان واکسین سي.