کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني يو باندنى عسکر وژلى

د ماين چاودني يو باندنى عسکر وژلى

د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ ئې د افغانستان په جنوب کي د ماين په چاودنه کي يو باندنى عسکر وژل سوى.
خبرپاڼه ليکي چي ياد کس د يوه غېر رسمي تمرين په ترڅ کي وژل سوى.
دا خبر پاڼه تېره ورځ د افغانستان پر وخت د ماپښين ٠٢:١٤ دقيقې لراوبر ته رارسېدلې.
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي عسکر هويت او د هغه د وژل کېدو کره ځاى نه دئ په ډاګه کړى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.