پېښور:د خېبر پښتونخوا له هنګو سره نژدې په سپنټل سيمه کې د اورکرزيو طالبانو ديو قوماندان ملا نبي حنيفي پر مرکز بريد شوی، چې له امله يې ۱۲کسان وژل شوي او يوشميرټپيان دي . پېښه نن سهار شپږ بجې شوې او له چاودنو وروسته ډزې هم شوې دي ځايي خلکو رسنيو ته ويلي چې نامعلوم کسان د طالبانو يوه مرکز ته ننوتي او هغه يې په بمونو الوځولی دی.له بله پلوه د پاکستان دطالبانود تحريک وياندشاهد الله شاهد د بي بي سي اردو څانگې ته څرگنده کړې چې دغه بريد طالبانوځکه کړې چې ملانبي د حکومت پلوي کوله او زمونږ پرخلاف به يې عمليات کول