د کندهار ولايت امنيت شورا وايي چي په ولسي جرګه کي ددغه ولايت يو شمېر استازي د خپلو فردي ګټو په خاطر مقدس اماکين بدناموي او په دې ډول سره غواړي خپلو اهدافو ته ورسيږي.
د امنيت شورا د نن ورځي په غونډه کي د کندهار ولايت مرستيال والي او د شورا رئيس عبدالقديم پتيال وويل، چي له بده مرغه يو شمېر وکيلان د خرقې مطهرې په شان له مقدسو اماکينو ناوړه استفاده کوي او غواړي په دې توګه هم اداره او هم دغه تاريخي او مذهبي اماکين بدنامه کړي.
نوموړي زياته کړه چي د خرقې شريفي د پنجرې د موضوع په ارتباط هم له مشرانو جرګې او هم له ولسي جرګې جلا پلاوي راغلل او دلته يې له نژدې د يادي ساحې تر ليدلو وروسته د معترضو وکيلانو اعاوي بې ځايه وبللې.
ښاغلي پتيال له دغي ډلي وکيلانو څخه وغوښتل، چي د شخصي ګټو پر ځاى ملي ګټو ته ترجيح ورکړي او د خلکو رښتيني خدمتګاران واوسيږي، نه داچي د فردي مفاد په خاطر مقدس اماکين بدنام کړي.
د امنيت شورا د نن ورځي غونډي ته په کندهار ولايت کي د ټاکنو دخپواک کمېسون مشر هم دعوت سوى و او برخوالو ورسره د نوم ليکني په پروسه کي د درغليو په باب د تر لاسه سوو راپورونو په اړه اندېښنې شريکي کړې.
د شورا رئيس عبدالقديم پتيال وويل، تر دوى پوري ځيني راپورونه رسېدلي چي په يو شمېر ډلو او قومونو پوري مربوط اشخاص د نوم ليکني د مراکزو په داخل او دباندي ساحو کي له نوم ثبتوونکو د هغوى د کارتونو کاپي اخلي او وروسته يې ورته سپاري.
هغه زياته کړه، چي له ثبت نام کارتونو د کاپيانو اخستنه په تمامه معنى يو غير قانوني کار دى او د ټاکنو کمېسون بايد له نورو هممکارانو سره په ګډه ددې کار مخه ونيسي.
په کندهار کي د انتخاباتو د خپواک کمېسون مشر نجيب الله حق پرست د امنيت شورا د ننۍ غونډي ګډونوالو ته وويل، چي دوى به په کلکه سره ددې کار مخنيوى کوي او هيچاته به اجازه ورنکړي، چي د خلکو د خوښي پرته د هغوى له کارتونو استفاده وکړي.
نوموړي وويل، چي په کندهار کي د نارينه نوم ثبتوونکو ترڅنګ د ښځو ګډون هم ډېر سوى، چي يو ښه زېرى دى او همداراز د ولايتي شورا لپاره د کانديداتورۍ لړۍ هم په ښه توګه پر مخ روانه ده.
د نن ورځي په غونډه کي د شمالي ولسواليو د امنيتي حالت پر سمون او هلته د امنيت ترڅنګ د حکومتدارۍ او اقتصادي پراختيا پر سمون هم بحث وسو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه