په هلمند كې د زرگونوهغه شهيدانوفاتحه واخيستل شوه چې د كمونيستي رژيم پرمهال وژل شوي دي
د فاتحې دغه مراسم د دوشنبې په ورځ د لښكرگاه ښارپه لوى جامع جومات كې چې پكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم،په ولسي اومشرانوجرگوكې د هلمند د خلكواستازواوددې ولايت زرگونواوسيدونكوگډون درلود د قرآن كريم په ختمونواودعاگانوپه ويلوترسره شول.
ددې مراسموپرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې له بده مرغه په هيواد كې د كمونيستي رژيم پرمهال زموږپنځه زره بيگناه هيوادوال د بهرنيولاس وهنوپه اشارويا ژوندي ترخاورولاندې شوي اوياهم په بې رحمه توگه وژل شوي چې په دې ډله كې د هلمند ۱۷ تنه اوسيدونكي هم شامل دي.
هغه په هيواد والوږغ وكړچې نورد بهرنيود سيسوپه وړاندې يوموټى شي اوپه وړاندې يې كلكه مبارزه وكړي اوپه هيواد كې د تلپاتې سولې د ټينگښت لپاره هلې ځلې وكړي.
ورپسې ځينونوروگډونوالوهم ويناوې وكړې اوغوښتنه يې وكړه چې په هيواد كې د تيرودښمنيوته د پاى ټكى كښيږدي اود هيواد د ښې راتلونكې په اړه د فكروكړي.
همدا ډول نن په وردګو ولايت کي د يوې پراخي غونډي په ترڅ کي د حکومته وغوښتل سوه چي د دې کسانو په وژنه کي شکېل کسان دي له دندو ليري سي او هغوى ته دي سزا ورکړل سي.