کور / تازه خبرونه / هغه کسان دي د دندو ليري سي چي په وژنو کي لاس لري

هغه کسان دي د دندو ليري سي چي په وژنو کي لاس لري

هغه کسان چې د پنځه زرو شهیدانو په لوی جنایت کې لاس لري،ژر تر ژره دې له
دولتي دندو څخه ګوښه شي .
دغه غوښتنه د میدان وردګو ولایت مقام او ولسونو له لورې د هغو پنځه زرو
شهیدانو د یادونې او فاتحې په مراسمو کې وشوه،چې د کمونستي رژم پر مهال
په دیارلس اوه پنځوس او اته پنځوس کلونو کې په شهادت رسول شوي دي.
په دغه مراسمو کې چې تېره مازیګر ( سې شنبې ) جوړ شوي وو،د ولایتي
چارواکو سربیره په کې په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت د خلکو استازو،ولایتي شورا غړو،جهادي او قومي مشرانو،ځوانانو او د شاوخوا څلور سوه یولس هغه شهیدانو چې د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي وو،د کورنیو غړو برخه اخیستې وه .
غونډې ته د میدان وردګو ولایت سرپرست ښاغلي پیرمحمد امرخیل کوچي د دغه
ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پیغام ولوست،چې په کې یاد عمل غندل
شوی،مجرمین یې د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه او د شهیدو شویو کورنیو سره په کې غمرازي څرګنده شوې وه .
وروسته په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازي ډاکټر عبیدالله کلیمزي هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه کرغیړنې پېښې عاملین د نه بښلو وړ وبلل .
د ولایتي شورا مرستیال حاجي محمد حضرت جانان او یو شمیر نورو مشرانو د خپلو خبرو پرمهال له دولت او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه،هغه کسان چې د یادو افغانو په شهید کولو کې لاس لري او دا مهال په دولت کې دندې ترسره کوي،ژر ترژره دې له دندو ګوښه شي .
دوی ګواښ وکړ،که دولت یې غوښتنې ته پاملرنه ونکړي،نو جدي عکس العمل به وښایي،همدا راز یادو مشرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې له دولت څخه غوښتنه وکړه،چې عمومي بښنه دې لمنځه یوسي او په هېواد کې دې د هر ډول جرم جنایت کار ته سزا ورکړل شي.
دوی همدا راز په لیکلي پرېکړه کې ویلي وو،د یادو شهیدانو په نوم دي یو څلی د ولایت مقام له لورې جوړ شي،چې د ملي سوداګر ډاکټرعبیدالله کلیمزي له لورې یې د جوړولو د ټول مالي لګښت د ورکړې ژمنه وشوه.
یاد مراسم د شهیدانو روح ته د عا په ویلو او په غیاب کې د دوی د جنازې مراسم ترسره شول .