ټاکنې يا انتخابات يوازي هغه وخت معنی ورکوي چي خلک د آزاد انتخاب عملي حق او آسانتيا ولري. ياني دا امکان ولري چي د خپلي خوښي کانديد يا سياسي ډلې ته په آزاده، آرامه او د امنيت په فضا کي خپله رايه ورکړي. د هيواد د هري سيمي هر بالغ تابعت لرونکی بايد په عملي توګه د رايه ورکولو امکان او اجازه ولري. د دې تر څنګ بايد هر کانديد هم د دې امکان ولري چي په آزاده او سوليزه فضا کي د خپل ځان لپاره کامپاين وکړلای سي. پدې ترڅ کي بايد دولتي امکانات، وسايل، ادارې يا اُرګانونه د يوه ځانګړي کانديد يا ډلې په کامپاين کي په ناوړه توګه ونه کارول سي.
بې طرفه څارونکي؟
د لوېديځي نړۍ هيوادونه چي ځانونه د ډيموکراسۍ مخکښان بولي، زيات وخت د نړۍ نورو هيوادونو ته د ټاکنو «بې طرفه څارونکي» ليږي. زيات وختونه داسي پيښيږي چي دغه ظاهرا «بې طرفه څارونکي» د ټاکنو د څارنې وروسته د غېر شفافيت او غېر منصفانه ټاکنو خبره کوي. دا په هغه صورت کي چي يو داسي کس يا سياسي ډله د زياتو رايو ترلاسه کولو زيات چانسونه ولري، چي «لوېديځ پلوه» نه وي.
د اسلامپالو اکثريت نه اکثريت؟
پدې ترڅ کي د مصر د ولسمشرۍ تيري ټاکنې يادولای سو چي د محمد مُرسي د ګوند لپاره په لوېديځو رسنيو کي بېلابېل منفي نومونه کارول کېدل. لوېديځو رسنيو په خپلو راپورونو کي ليکل چي « د اخوان المسليمين لخوا د بې وزلو سره د خوراکي توکو او ورته نور کومکونه کيږي، او پدې توګه د هغوی رايي رانيول کيږي.» د دې تر څنګ دا هم د لوېديځو رسنيو يوه مهمه نيوکه او ملاحظه وه چي ګواکي « د اخوان المسليمين پلويان ټول کليوال، بې سواده او سخت دريځه مسلمانان دي.» د دوی مقصد دا ؤ چي د «کليوالو، بې سوادو او اسلامپالو» رايي که اکثريت هم وي، دومره مهمه ندي لکه د «لوېديځپالو». دا پداسي حال کي چي د عاقل او بې عقل، عالم او جاهل، پاک او ناپاک تر منځ د رايي اچولو په حق کي نه توپير د غربي ډيموکراسۍ هغه مهم ترينه اډيالوژي ده او نه د اسلامي نړۍ.
شفافه ټاکني په جګړه کي؟
اوس پوښتنه دا ده چي افغانستان چي د ناټو، امريکا، توپکسالارانو، مجريمينو، رشوت خورانو، فاسقانو، په اداري فساد اخته کسانو او د *علي بابا اور چاليس چور ادارې لخوا اشغال سوی دی، پکښي په خړپ جګړه روانه ده، د ګاونډي هيوادونو تر څنګ د لسګونو نورو هيوادونو جاسوسان او جنګي ډلې په جګړه او فعاليت پکښي بوختي دي، ايا هلته آزادي او شفافي ټاکني ممکنه دي؟ ايا د لوېديځ «بې طرفه څارونکو» په تيرو ټاکنو کي ونه ليدل چي څنګه د توپک او ډانګ په زور د رايو صندوقونه ډک کړل سول؟ ايا دوی ونه ليدل چي د بې امنيتۍ له کبله د افغانستان په زيات نفوس لرونکو ګڼ شمېر سيمو کي خلکو د کور څخه د دباندي راوتلو جرأت نسوای کولای؟ ايا دوی ونه ليدل چي رسنۍ صرف د يو څو محدودو کسانو په خدمت کي لګيا وې؟ ايا دوی ونه ليدل چي په ټول هيواد کي په خړپ او شړپ جګړه روانه وه؟
حقيقت خو دا دی چي داسي ټاکني چي پکښي د رايو ورکولو او رايه اخيستلو حق تر يو څو کسانو او سيمو پوري محدوده وي، امنيت نه وي، په هيواد کي د څلوېښتو څخه زياتو هيوادونو اشغالګر عسکر مستقر وي، د هيواد ټوله اداره په اداري فساد کي ډوبه او د ټوپک زور واکمن وي، جګړه روانه وي، هلته به شفافه او منصفانه ټاکني څنګه ممکنه وي؟
په افغانستان کي يوازي هغه وخت ټاکني مثبتي پايلي ورکولای سي چي د ټاکنو تر شا د هيواد د اکثريت خلکو ملاتړ وي او په هيواد کي سوله وي. دا چي په د افغانستان مطلق اکثريت خلک نه ځان کانديدولای سي او نه هم رايه اچولای سي، او سوله لا هم نده رامنځ ته سوې، نو ټاکني بې معنا کار دی.
خبري زياتي خو سر يې يو دی: اول سوله بيا ټاکني.
احمدولي اڅکزی، زولنګن آلمان
ـــــــــــــ
* «علي بابا اور چاليس چور» د «علي بابا او څلوېښتو غلو» معنا ورکوي. دا د الف ليلی د داستانونو د لړۍ څخه يو نکل دی. دا چي د جلالت مآب ښاغلي حامد کرزي صاحب اداره هم پر غلو ولاړه ده، نو زيات افغانان اوس د هغه ادارې ته هم د علي بابا اور چاليس چور خطاب کوي او انشالله په تاريخ کي به هم په همداسو نومونو ثبت کړل سي.
ـــــــــــــــــــــ
منبع: دغه ليکنه د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه را اخيستل سوې ده.